
افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده
له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل یو تازه ویډيوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي. منظور پشتین د پښتونخوا له پښتنو غوښتي، چې په تیرا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنوي لپاره یو موټی شي او پرضد یې راپورته شي.

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.

د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست وايي، چې جلالاباد ښار کې ددې ډلې مشر هبت الله ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونه بېلبورډونو کې نصب شول. دوی زیاتوي، چې دا لړۍ به لغمان کونړ او نورستان ولایتونو ته هم وغځيږي. عامه وګړي نیوکه کوي چې دا فرمانونه یوازې په عامه خلکو تطبیق کېږي.

اسراییل د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږدې مودې تړل کېدو وروسته به د یکشنبې په ورځ د غزې او مصر ترمنځ د پلي تګ راتګ سرحدي دروازه بېرته پرانیزي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند د پلان لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د پاملرنه په نوم نړیوال بشرپال بنسټ ویلي چې په افغانستان کې سختو ژمنیو شرایطو د زرګونو کورنیو بحران لا ژور کړی او په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې یې د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دغه سازمان د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د بېړنیو بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۶۰ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې په بامیان کې د واورې ورېدو او توپان له امله د شاتو کوتل او حاجیګک کوتل د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. دوی زیاتوي، چې په غزني ولایت کې د ناور ولسوالۍ مسیر هم د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه هم په ستر توپیر وګټله. ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې د مالیزیا فوټسال لوبډلې ته د ۷ ـ ۰ په ګولونو ماته ورکړه او د سیالیو په جدول کې یې خپل دریځ لا پیاوړی کړ.

د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعلان وکړ چې د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ تجارتي او هوایي اړیکې یو مهم پړاو ته رسېدلي. هغه وويل چې د بنګلهدېش ایرلاین الوتکه د جنورۍ پر ۲۹مه ماښام شاوخوا ۱۱بجې کراچۍ کې په برياليتوب سره کښته شوې. د دغه هوایي شرکت وروستۍ الوتنه په ۲۰۱۲ کال کې وه.

د تاجکستان سرحدي ساتونکو د افغانستان په پوله کې د وسله والو کسانو له یوې ډلې سره نښته کړې ده. د تاجکستان خبري اژانس«خاور»راپور ورکړ، چې دغه کسان قاچاق وړونکي وو او په نښته کې درې تنه وژل شوی و. د راپور له مخې، دغه کسان په غیرقانوني ډول د افغانستان له پولې تاجکستان ته ننوتلي وو.

د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، واشنګټن د رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا د جګړې وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د کانګرس له یو شمېر غړو سره ولیدل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې افغان ادارې باید په ریښتني ډول سره ټولګټونه وي او د افغان ټولنې د ټولو قومي ډلو او ټولنو استازیتوب وکړي. هغه وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلور اهداف تعقیبوي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د بلوچستان ایالت په پنجګور او هرنای ولسوالیو کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۴۱ وسله وال وژلي دي .

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت او په کینبرا کې د افغانستان سفارت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې سفارت به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې څخه وځنډول شي. د اسټرالیا حکومت ټینګار وکړ، چې د طالبانو لخوا ټاکل شوی ډیپلومات، کونسل یا د دغه ډلې د بل استازی د منلو هیڅ اراده نه لري.

افغانستان انټرنشنل پرون د خپلو سرچنیو په حواله د طالب استخباراتو لهخوا د غزني د مالستان ولسوالۍ د علماو شورا د پخواني مشر جان علي اکبري د نیولو خبر خپور کړی و. یوه ورځ وروسته د دغه ولایت سیمهییزو طالب چارواکو وویل، چې هغه یې د اداري فساد په تور نیولی دی.

«نیو سټارټ» تړون چې د امریکا او روسیې د ستراتیژیکو اټومي وسلو او تاسیساتو شمېر ته حد ټاکي، (د سلواغې په ۱۶مه) پای ته رسېږي. د دغه تړون له ختمېدو سره به د ۱۹۷۲کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو پر لرې واټن وېشتونکو اټومي وسلو هېڅ ډول محدودیت پاتې نهشي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د عدليې وزیر او د مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي د طالبانو لهخوا د «دین او شریعت» په نوم د خلکو په شخصي ژوند کې پر پراخې لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړې.

د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دا مهال تاجکستان ته د وسلو او دفاعي تجهیزاتو د لېږد پر موضوع غور کوي. یاد سازمان ویلي، دغه اقدام د دې لپاره کوي چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو امنیت پیاوړی او د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی، که چېرې دوی یو وار بیا طالبانو ته پیسې واستوي؛ نو په دې اړه اړوند ټول معلومات به یې افشاء کړي.

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی فردوس نعیمي به د «یونیفایډ» سازمان په ۶۶مې سیالۍ کې د مکسیکو د رامون کاردوزو په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د کب په لومړۍ نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره شي.