
پروان کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي
د طالبانو ستره محمکه وایي چې د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون پر دوو کسانو د دُرو وهلو او بند سزا عملي کړې ده.

د طالبانو ستره محمکه وایي چې د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون پر دوو کسانو د دُرو وهلو او بند سزا عملي کړې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې چې «که ایران بد چلند وکړي، د امریکا راتلونکی برید به له ۱۲ورځنۍ جګړې هم سخت وي»، ویلي، « ایران به هر ظالمانه تېري ته سخت، پرېکنده او پښیمانوونکی ځواب ورکړي».

سویس یو بل افغان «مجرم» وګړی د ترکش ایرلاینز له لارې کابل ته استولی دی. د سویس د کډوالۍ ادارې (SEM) په وینا، شاوخوا ۲۰ افغانان چې په قانوني توګه محکوم شوي، باید دغه هېواد پرېږدي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو په یوه انلاین غونډه کې د سوداګریزو لارو د بېرته پرانېستلو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي، سوداګري او سیاست دې سره جدا شي او د خبرو د دوام لپاره یې یوه ګډه کمېټه هم جوړه کړې چې د سوداګریزو خونو ترمنځ خبرې ادامه پیدا کړي.

په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ بودایي مجسمه موندلې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال تاریخي مجسمې «حرامې» بللې او په سیستماتیک ډول یې ړنګولې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځینو مسوولینو د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (ایسسکو) له خوا جوړې شوې علمي ناستې کې انلاین ګډون کړی. د ناستې موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل ګڼل شوي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له نړیوالو بشري سازمانونو غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خپلسرو نیونو او جبري اخراج د مخنیوي لپاره پر پاکستاني دولت اغیزناک فشار راوړي. یاد سازمان ټینګار کړی، چې خوندي هېوادونو ته دې د پاکستان میشتو خبریالانو د لېږد بهیر چټک شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور ۳۷ کسان نیولي دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو اړوندو مسوولینو ویلي، چې په نشه يي توکو ۱۶۰روږدي کسان تر درملنې او د تجوید او د قران کریم د سم لوست له زدهکړې وروسته، د قران حافظان شول.

د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر حمید الله اخوندزاده د یو پلاوي په ملتیا د ټرانسپورټي او هوايي چلند مسایلو په اړه د خبرو په موخه عمان ته تللی دی. د یاد وزارت په وینا، پلاوی به د عمان له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره ناستې ولري.

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولینو د موسیقۍ اړوند ۵۴ الې راټولې کړې او سوځولې دي.

د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړو استازو محمد صادق او محمد رضا بهرامي د افغانستان په اړه انلاین ناسته کړې ده. محمد صادق وايي، چې په دې ناسته کې د سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ د روان ګواښ په اړه یې بحث کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وايي، چې په ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه د ولایت مقام مخې ته د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو لپاره د هوايي پله د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ په وینا، دغه پل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶،۸ متره لوړوالی لري.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، نن سې شنبه د ایران د ریل پټلۍ ادارې له رییس جبار علي ذاکري سره لیدلي او د ریل پټلۍ د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې ورسره کړې دي. ذاکري ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې چین له اروپا سره د ریل پټلۍ له لارې ونښلوي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې په پام کې ده په راتلونکي کال کې د کابل ښار د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره د میټرو، ټراموې اوبي ار ټي سړکونو پروژې پلي شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۶کال کې به نږدې ۲۲ مېلیونه افغانان چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس جوړوي؛ د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په فراه کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بکواه او خاکسفید ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵کال په لومړیو نهو میاشتو کې په کانګو جمهوریت کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي ځورونې تر ۳۵زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د کابل ښار د پراختیا او بدلون لپاره د ۱۴۰۴کال په بودجه کې شاوخوا ۸ مېلیارده او ۱۱۳ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د هغه په وینا؛ سږ کال په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ لهخوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي کېږي.

په مزارشریف ښار کې د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د «الیاف المدینه» په نوم د مصنوعي پنبې د تولید فابریکه جوړه شوه، چې په ورځ کې تر ۱۵ ټنه مصنوعي پنبې د تولید ظرفیت لري. د یادې فابریکې د مسوولینو په وینا؛ په دغه فابریکه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د عرب متحده ځواکونو د یمن پر مکلا بندر هوايي برید کړی، چې موخه یې د سویلي انتقالي شورا (STC) لپاره د متحده عربي اماراتو څخه را رسېدلې وسلې او جنګي وسایط بلل شوي. دغه ځواکونه وایي، یاد برید د ملکي خلکو د خوندیتوب او د نړۍوالو بشري قوانینو په رڼا کې شوی دی.