
د ترکیې پولیسو ۲۳ افغان کډوال په یو باروړونکي موټر کې نیولي دي
د ترکیې پولیس وایي چې د ارزوروم ښار د امنیتي پلټنو پر مهال یې ۲۳ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د یوه باروړونکي موټر دننه پېژندلي او نیولي دي.

د ترکیې پولیس وایي چې د ارزوروم ښار د امنیتي پلټنو پر مهال یې ۲۳ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د یوه باروړونکي موټر دننه پېژندلي او نیولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل په ایران کې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور پېښې ته په غبرګون کې ویلي، ایران د طالبانو پر وړاندې د تېروتنو له منفي پایلو سره مخ دی.

روسیې نن شنبه سهار د اوکراین په پلازمینه کییف پراخه توغندیز بریدونه پېل کړي. خپاره شوي راپورونه وایي چې کییف کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي او اوکرایني پوځ د میزایلو د کارونې خبر ورکړی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، که څه هم سږکال په ټوله نړۍ کې د پارلماني څوکیو ته د ښځو د رسېدو کچه ۲۷سلنې ته لوړه شوې چې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي، خو لا هم د ښځو د پراخ ګډون لپاره کافي نه ده.

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسین وایي، په افغانستان کې بند پاتې تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني زدهکوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړی له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوندي ستنولو لپاره سمدستي عملي ګامونه واخلي.

الجزیرې یوه راپور کې لیکلي، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو د چین پر ګټو او امنیت اغېز کړی او همداراز د مرکزي اسیا امنیتي وضعیت بېجینګ اندېښمن کړی دی.تاجکستان ویلي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه د وسلهوالو بریدونو کې له ۱۲ ډېر کسان وژل شوي دي.

د خیبر پختونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د سرای نورنګ تاڼې اړوند تختي خېل سیمه کې وسلهوالو ډرون ځايي پولیس په نښه کړي دي. د سیمه ییزو امنیتي مسوولینو په وینا، برید داسې مهال ترسره شو چې پولیس او ځايي خلک په سیمه کې سره راټول شوي و.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لهخوا د صوماليلند جمهوریت د رسمیت پېژندنې تر اعلان وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان، د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو او ټولنو، د خلیج د همکارۍ شورا او ګڼو نورو هېوادونو دغه اقدام غندلی دی.

د یمن په جګړهځپلي هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو په تړاو یو شمېر سیمهییزو او نړۍوالو لورو اندېښنې څرګندې کړي او له جګړې پرته د خبرو له لارې یې د سولې، زغم او ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په سویلي یمن کې د بېلتونپالو ځواکونو او سیمهییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوریې په حُمص ښار کې د امام علي بن ابيطالب په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه په کلکه غندلې ده. نوموړي ویلي، پر ملکیانو او عبادت ځایونو بریدونه د منلو وړ نهدي. په دې پېښه کې ۸ لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

دوو امریکایي څېړونکو د سپوږمکۍ انځورونو تر ارزونې وروسته ویلي، چې روسیه به په ډېر احتمال سره د بېلاروس د ختیځ په یوې پخوانۍ هوايي اډه کې داسې هایپرسونیک بالستیک توغندي ځای پرځای کړي، چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیاوې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د تهران پر ضد لګېدلي بندیزونه یوازې د ریښتینو، عادلانه او باعزته خبرو له لارې لرې کېدای شي، نه د زور، ګواښ او زیات غوښتنې په وسیله. هغه زیاته کړې: «څوک دې دا نهوایي چې عراقچي نهپوهېږي بندیز څه شی دی».

جرمني له څو کلونو راهیسې د ښوونکو له سخت کمښت سره مخ ده. دغه هېواد اوس غواړي کډوال ښوونکي چې په خپلو هېوادونو کې د ښوونې او روزنې تجربه لري، وروزي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به افغانستان سبا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو د افغانستان لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په سوریه کې د حُمص ولایت په «امام علي بن ابيطالب» جومات کې پر لمونځ کوونکو ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغانده. د راپورونو لهمخې، په دغه برید کې یو شمېر لمونځ کوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت مسوولینو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټُنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.

روسیې او اوکراین یو ځل بیا د سولې د روانو هڅو په تړاو یو بل تورن کړي او دواړو لورو ویلي، چې مقابل لوری د جګړې د ختمېدو په اړه د امریکا د طرحې ملاتړ نهکوي.

د صوماليلند جمهوریت ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله ایرو د اسراییل لهخوا د دوی د حکومت له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له اسراییل سره به په ډيپلوماټيکو اړیکو او نورو سکتورونو کې همکارۍ پراخې کړي. هغه له ابرهیمي تړونونو سره هم د یو ځای کېدو هیله ښودلې ده.

تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی، چې د نوي کال د عملیاتو لپاره یې د هوايي ځواک څانګه جوړه کړې ده. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ډرون او کواډکوپټر بریدونه زیات شوي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په لړ کې په پېښور کې مېشت افغان زدهکوونکي وايي، چې په نوي تعلیمي کال کې داخله نهورکول کیږي. دغه زده کوونکي وايي، چې تعلیمي کال یې پر خلاصېدو دی او افغانستان ته په ستنېدو د خپلو زدهکړو دوام ته اندېښمن دي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حُمص ښار کې د امام علي بن ابيطالب په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه په کلکه غندلې ده. ریاض د مذهبي ځایونو په نښه کول او د ولسي وګړو وژل مردود بللي دي.