
په پېښور کې د افغان زدهکوونکو ستونزې؛ نوي تعلیمي کال کې داخله نهورکول کېږي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په لړ کې په پېښور کې مېشت افغان زدهکوونکي وايي، چې په نوي تعلیمي کال کې داخله نهورکول کیږي. دغه زده کوونکي وايي، چې تعلیمي کال یې پر خلاصېدو دی او افغانستان ته په ستنېدو د خپلو زدهکړو دوام ته اندېښمن دي.



















