
چينايي شرکت په ګوادر کې د خرو قصاب خانه تړلې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یوه چینايي شرکت د خرو قصاب خانه تړلې او وایي چې د تګلارو خنډونه، اداري بېباوري او دوامدارې کاري ستونزې یې د فعالیت د درولو اصلي لاملونه دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یوه چینايي شرکت د خرو قصاب خانه تړلې او وایي چې د تګلارو خنډونه، اداري بېباوري او دوامدارې کاري ستونزې یې د فعالیت د درولو اصلي لاملونه دي.

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي چې طالبانو د هغې پر شخصي استوګنځایونو بریدونه کړي چې د چاپې پر مهال یې څو خپلوان او د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي نیولي دي. نوموړې وایي، د نیول شویو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۳مه، د ننګرهار د څلورمې زغرهوالې لوا قوماندان معلم اول ګل ته امر وشو چې خپل ټانکونه تورې بوړې ته ننباسي او هلته پر میشتو جنګیالیو مرمۍ ووروي. دا د اول ګل لپاره تر ټولو سخته شیبه وه، چې د امریکا تر محاصرې لاندې خپل پخواني ملګري د ټانک په مرمیو وولي.

د طالبانو کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ شنې خونې مستحقو بزګرانو ته سپارل شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو وکیلې ایمان مزاري او د هغې مېړه وکیل هادي علي چټهه سمدستي او بې له شرطه خوشې کړي او د هغوی پر ضد صادرې شوې سزاوې لغوه کړي.

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۳مه، د ننګرهار د څلورمې زغرهوالې لوا قوماندان معلم اول ګل ته امر وشو چې خپل ټانکونه تورې بوړې ته ننباسي او هلته پر میشتو جنګیالیو مرمۍ ووروي. دا د اول ګل لپاره تر ټولو سخته شیبه وه، چې د امریکا تر محاصرې لاندې خپل پخواني ملګري د ټانک په مرمیو وولي.

د طالبانو تر واک د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د دې ادارې رییس، شهابالدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي، ریچارد لیندسي سره د بشري همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه کړې ده.

د امریکا هوايي ځواک د «نورتروپ ګرومن سېسټمز» شرکت ته د اېف–۱۶ جنګي الوتکو د رادارونو د اوږدمهاله انجنيرۍ او تخنیکي ملاتړ لپاره د ۴۸۸ میلیونه ډالرو قرارداد ورکړی، چې د پاکستان په ګډون د ځینو شریکو هېوادونو د الوتکو د ملاتړ پروګرام هم پکې شامل دی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یې ۱،۲۳۷ استوګنیزې نمرې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو په موخه ووېشلې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ښځو ته د ۱۰ټیمونو په چوکاټ کې د شاتو مچۍ ورکړل شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي چې د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ۲۰ هغه مېرمنې د خپلو شرعي حقونو له محرومیت څخه ازادې کړې دي، چې د ناوړه دودونو او کورني فشار له امله له ستونزو سره مخ وې.

د طالبانو ترچتر لاندې د فاریاب ولایت د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست وایي چې د هنګري دفتر سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې یې په دغه ولایت کې له سروې وروسته ۵,۶۷۱ مستحقو کورنیو ته د نغدي مرستو دوهم پړاو وېش بشپړ کړی دی.

د طالبانو تر واک د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۰۴۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۵۵۱۳ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو او یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي چې د څښاک او کورني استعمال لپاره د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او اړ دي یا د دولتي نوبتي اوبو انتظار وباسي او یا هم په لوړ لګښت فلټر شوې اوبه او د ټانکرونو اوبه وپېري، په داسې حال کې چې د طالبانو اړوند د اوبو رسولو شرکت د سلګونو پروژو د پلي کېدو خبره کوي.

د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د سیلانیانو یو بس له لویې لارې اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شکنجې پر ضد کمېټې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ویستنې، ځورونې او ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلاماباده یې غوښتي چې د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان» دې یا لغوه کړي او یا هم ژوره بیاکتنه پرې وکړي.

د پاکستان د ګوزڼ د لهمنځه وړلو پروګرام اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دې ناروغۍ ټولې پېښې درې ته لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د بشریت ضد جرمونو د تړون د مسودې د بدلون لپاره وړاندیزونه ارزوي، چې پکې یو مهم وړاندیز دا دی چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخ او سیسټماټیک محدودیتونه د «جنسیتي اپارتاید» په نوم د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «نشئ کولای ایران ته اټومي وسله ورکړئ. هغوی به ډېر ژر د اسراییل په نوم ځای باندې به یې وکاروي، په منځني ختیځ کې به یې هم وکاروي، په اروپا کې به یې هم وکاروي او زما په فکر له هغه وروسته به زموږ نوبت وي».

د طالبانو افغان پوسټ اداره وايي، چې دوی د بېلابېلو ولایتونو په ګډون د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته د پوسټونو او کارګو د لېږد خدمتونه پیل کړي دي. د دغې ادارې د انکشافي چارو رییس ویلي، چې د پاسپورټونو، تذکرو او سیمکارتونو تر څنګ د بېلابېلو ادارو اسناد ولایتونو ته لېږي.