
د ایاېسای پخوانی مشر فیض حمید په ۱۴ کلونو بند محکوم شو
د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۰مه) اعلان وکړ، چې د څارګرې ادارې ایاېسای پخوانی مشر فیض حمید د سیاسي فعالیتونو او پټو دولتي اسنادو د قانون ماتولو په تور په ۱۴ کلونو بند محکوم شوی دی. هغه په پوځي محکمه کې محاکمه شوی او دغې لړۍ نږدې ۱۵میاشتې وخت ونیوه.



















