
طالبان وایي په تخار کې یې پر ۹۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار لهمنځه وړي
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په مرکز تالقان ښار کې پر ۹۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار لهمنځه وړي دي. د یادې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوکنار د تالقان اړوند په «غریببچه» کلي کې لهمنځه وړل شوي دي.



















