
د طالبانو اقتصادي معاونیت د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو طرحه تایید کړه
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه. دغه ښارګوټی چې په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، خصوصي سکټور د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.



















