
د بلوچستان په قلعه عبدالله کې دوه افغان کارګران په ډزو وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ایالت قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې دوه افغان وګړي، چې د مزدورۍ لپاره ورغلي وو، په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې دوه افغان وګړي، چې د مزدورۍ لپاره ورغلي وو، په ډزو وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د پټو خدمتونو ځواکونو او پولیسو په چټکۍ او زړورتیا سره د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو پېښې ته غبرګون وښود او بریدګر یې ونیوه.

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۴۲۲۹ تنه کډوال، چې ۷۷۲ کورنۍ جوړوي، په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړل شوي او تر ثبت وروسته ورته لومړني خدمات وړاندې شوي دي.

د امریکا د واشنګټن په یوه هوټل کې ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره پر ماښامۍ مجلس بوخت وو، چې ورسره جوخت مجلس ته نږدې د ډزو غږونه واورېدل شول. د ډزو له غږونو سره سم، ډونالډ ټرمپ او نور لوړ پوړي چارواکي امن ځایونو ته لېږدول شوي دي. ټرمپ ویلي، بریدګر نیول شوی دی.

د کولمبیا پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې هېواد لوېدیځ کاوکا ولایت کې د شنبې په ورځ د یوې چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین ويلي، د پاکستان د ولس «بدبختي» دا ده،چې دلته ولسواکي هېڅلکه په ریښتینې معنا وده نهده کړې. هغه زياته کړې، هر ځل چې ډيموکراتیک نظام پیاوړی شوی، «غیر اساسي» اقدامات کېږي او دا نظام له خپل اصلي مسیر څخه لرې کوي.

د افغانستان د تېر نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د ډیورنډ کرښې په تړاو د یو شمېر سیاسیونو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان له تاریخي پلوه، دوه پلازمېنې درلودې؛ پېښور د پخوانیو افغان واکمنانو ژمنۍ پلازمېنه او کابل د اوړي پلازمېنه وه.

دېرش کلن افغان پناه غوښتونکی افسر ساپی د لندن په یوه هوټل کې د اووه کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تېري په جرم په دوه نیم کاله بند محکوم شوی دی. د محکمې د افشا شویو اسنادو لهمخې، دغه کس د پناه غوښتنې په غوښتنلیک کې منلې وه، چې د ماشومتوب پر مهال یې له طالبانو سره اړیکې درلودې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د یوې خبرپاڼې لهمخې، د کابل ښار په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربتوب د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) پای ته ورسېده. دا جشنواره له تېرو درې ورځو راهیسې روانه وه.

پر اوکراین د روسیې د پراخو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې په ننني (شنبه د غويي ۵مه) بریدونو کې پر اوکراین له ۶۶۰ څخه ډېر بېپیلوټه الوتکې او توغندي توغولي او د اوکراین سوېل ختیځ او څو نورې سیمې یې په نښه کړې دي.

د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوې مشورتي غونډې پر مهال د افغانستان پر اوسني امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشهیي توکو پاک هېواد وي.

د امریکا له لوري کانګو جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږد پر طرحې د غبرګونونو په دوام، یو شمېر امریکایي سیاسي څېرو پر دې اقدام سختې نیوکې کړې دي. د امریکا د سنا او د استازو جرګې غړو دا طرحه د افغان متحدینو پر وړاندې د واشنګټن د ژمنو خلاف بللې او هغه یې «شرموونکې» یاده کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې د شنبې په ماښام (د غويي ۵مه) يې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د «سيمې د بدلېدونکي حالت» په اړه رغنده ټېليفوني خبرې کړې دي.

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د مرکزي حکومت لهخوا د تېلو د بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی او دغه ګراني یې پر ولس د «پټرول بم» غورځولو سره تشبيه کړې ده.

د پاکستان حکومت وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلاماباد ته د امريکايي پلاوي د سفر د لغوه کېدو اعلان وکړ، په پلازمېنه کې د امنيتي محدوديتونو د کمولو لړۍ پيل کړه.

د اسلاماباد پولیسو ویلي، چې د ښار په جهنګي سیدان سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د یوه ماشوم او ښځې په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) رامنځته شوې او ویل شوي چې وژل کسان د سوات دي.

په قزاقستان کې د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې ۳ ورځنۍ غونډه پرون (جمعه د غويي ۴مه) پایته ورسېده. دغې سرمشریزې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او د طبیعي سرچینو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو تمرکز درلود، چې پهکې له طالبانو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ثبت کړې ده. دا پرېکړه د طالبانو د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون او د اراضۍ مرکزي کمېسیون له لوري شوې ده.

د پاکستان په اسلاماباد کې د فخرالرحمان په نوم یو خبریال په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو نیول شوی او د اسلاماباد یوې محکمې د لا زیاتو معلوماتو لپاره پولیسو ته امر کړی چې یاد خبریال په توقیف کې وساتي.

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو وايي، چې په نیمروز ولایت کې یې ۵۴موټر چې بېلابېل خوراکي او غیرخوراکي توکي په کې بار وو، د قاچاق پر مهال نیولي دي. دغه توکي په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل کېدل او یا هم له هېواد څخه بهر ته قاچاق کېدل.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه. دغه ښارګوټی چې په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، خصوصي سکټور د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.