
امریکا تر ۵۰ ډېر ایراني کډوال له دغه هېواده اېستلي دي
ایراني چارواکو منلې، چې په امریکا کې ۵۵ نیول شوي ایراني کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. دا د ایراني کډوالو دویمه ډله ده، چې په وروستیو میاشتو کې د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ تر سختو پالیسیو وروسته له امریکا نه اېستل کېږي.



















