
د اسراییل پوځ ویاند: موږ د غزې د څنډو واک په خپل لاس کې اخیستی
د اسراییلي پوځ ویاند اعلان کړی، چې دوی د غزې ښار پر وړاندې د پلان شوي برید لومړیو پړاوونو ته داخل شوی او له حماس سره تر نښتو وروسته یې د دې ښار د شاوخوا سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د اسراییلي پوځ ویاند اعلان کړی، چې دوی د غزې ښار پر وړاندې د پلان شوي برید لومړیو پړاوونو ته داخل شوی او له حماس سره تر نښتو وروسته یې د دې ښار د شاوخوا سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

فرانک کاپریو، چې نږدې ۴۰کاله د پرویډنس ښاروالۍ په محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه، د ۸۸کلونو په عمر ومړ. هغه د امریکایانو تر څنګ په امریکا کې د اوسېدونکو افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ هم ځانګړی محبوبیت درلود.

په پاکستان کې افغان سیاستوالو ته د غونډې تنظیموونکې او د جنوبي اسیا سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې «ډاکټر ماریا سلطان» پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې، چې «پخواني ګناهونه اوږده سيوري لري.» هغې له خلیلزاد څخه غوښتي، چې «خلک پرېږدي چې په خپله خبرې وکړې»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «ایف ای او» په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان مېرمنې د هېواد د خوړو د تولید په مهمو برخو کې مرکزي رول لري، خو د ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ننګونو له امله د دوی ونډه ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» د ډيلي او کابل تر سفرونو وروسته اسلام اباد ته رسېدلی دی. د نوموړي دا سفر د پاکستان او چین د شپږم ستراتيژيک ډیالوګ څخه مخکې ترسره کیږي.

د «جي ۷» هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو ډلې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی،چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وايي، چې د کابل په درې اړخیزه غونډه کې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د پاکستاني طالبانو تحریک، بلوچ بیلتون غوښتونکو او چینایي ایغورانو په وړاندې یې د ګډې مبارزې هوکړه وکړه.

په اسلاماباد کې شاوخوا ۲۰۰افغان کډوالې کورنۍ وروسته له هغه چې له خپلو استوګنځایونو وشړل شوې، اوس یې دولتي ادارو ته څېرمه په یوه پارک کې پناه اخیستې ده. دغه کډوال وايي، چې هېڅ ځای ته د تګ لاره نه لري، ځکه پولیس د کورونو خاوندان اړ باسي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو سلاکار احرار برهانوف وایي، چې دغه وزارت د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت غوښتی دی.

طالبانو د سرپل په ګوسفندي او د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالیو کې د ۴ ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «لواطت، نامشروع اړیکو او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. سترې محکمې ویلي، چې دغو کسانو ته یې د وهلو ترڅنګ له ۸ میاشتو څخه تر ۴ کلونو د بند سزا هم ورکړې.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده وخت ورکړی دی. د دې پرېکړې له مخې، هغه افغانان چې د «پي او ار» او لنډه مهاله اوسېدو اسناد لري، اړ دي چې تر دې نېټې مخکې له پاکستانه ووځي، که نه په جبري توګه به و اېستل شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د افغان فعالانو د جوړېدونکي کنفرانس په اړه لیکلي: «د پاکستان موخه خپلواک، ازاد، متحد او پیاوړی افغانستان نه دی، بلکې برعکس ده. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ.»

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېری اولیور شولز به ډېر ژر د جګړهییز جنایت «د یوه افغان وګړي د وژلو» په تور محکمې ته حاضر شي. دا لومړی ځل دی، چې یو اسټرالیایي سرتېری د افغانستان جګړې پر مهال د جګړه ییز جنایت په تور محاکمه کېږي.

د ټرمپ ادارې د چارشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو بندیزونه اعلان کړل. واشنګټن دا اقدام د دې لپاره کړی، چې محکمې د اسراییل د مشرانو د نیولو امرونه صادر کړي وو او د امریکايي چارواکو په تړاو د احتمالي څېړنې پرېکړې یې کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر د چین د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د نشه يي توکو، د افغانستان او چین د ګډې پولې امنیت او سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په تړاو خبرې کړې دي.

دا باید ومنو چې په تیرو څو لسیزو کې د حکومتونو او رژیمونو له ادلون او بدلون سره د افغانانو په منځ کې سرې او شنې کرښې واچول شولې او د دې کرښو پلویان او دویم نسل وارثین اوس هم د همغو پخوانیو ناکامو کرښو روایتونه تقویه کوي.

د خېبر جرګې مخکښ مشر ملک نصیر احمد کوکي خېل له نږدې ۲۴۰ ورځني بند وروسته له زندان نه خوشې شوی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، پر نوموړي د شپاړسو دروغجنو دوسیو تورونه لګېدلي وو، خو ټول یې دروغ ثابت شول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په کابل کې د درې اخیرې ناستې په څنډه کې له امیرخان متقي غوښتنه کړې، چې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو پر ضد دې اقدامات قوي کړي. پاکستان وايي، طالبانو ژمنه کړې، چې افغان خاوره به د هېڅ ترهګرې ډلې له خوا د پاکستان پر ضد ونه کاریږي.

د طالبانو کډوالو او راستندېونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې د طالبانو لومړیتوب دی. هغه دا خبرې د کویټ د پارلمان له پخواني غړي ډاکټر دجیح خلف الشري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

تازه کابل د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیز ډیالوګ د شپږم پړاو کوربه و. دا د طالبانو د واکمنۍ له پیله په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه وه، چې پکې وانګ يي، اسحاق ډار او امیرخان متقي ګډون لاره.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوه شپې وړاندې د سرخرود ولسوالۍ د سلطانپور په سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ وژل شوي کسان د بریتانیا په ملاتړ د پخوانۍ ترهګرۍ ضد(ISU) ځانګړې قطعې د مخکیني سرتېري اسفندیار تلوار د کورنۍ غړي دي. دغه کسان په وسلو او چړو وژل شوي دي.