
رویټرز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلاماباد ته سفر کوي
رویټرز او العربیه خبري اژانسونو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن د جمعې په ماښام د یو پلاوي په مشرۍ اسلاماباد ته ورسېږي.

رویټرز او العربیه خبري اژانسونو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به نن د جمعې په ماښام د یو پلاوي په مشرۍ اسلاماباد ته ورسېږي.

په افغانستان کې د تاجکستان سفارت نظامي اتشې او لومړي سکرتر په بدخشان کې د طالبانو له والي سره په سرحدي سیمو کې د امنیت د ټینګښت، په دغه ولایت کې د تاجکستان د کونسلګرۍ د بېرته پرانېستلو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر یو موټر ډزې کړي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي. ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، د بریدګرو د نیولو پلټنې یې پیل کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې د حالاتو، اوربند او د اسلاماباد له خوا د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې د امریکا له خوا نیول شوې ایراني بېړۍ له چین څخه ایران ته یوه «ډالۍ» لېږدوله. د چین حکومت دا ډول خبرې بېبنسټه بللې دي او پر واقعي شواهدو د ټینګار غوښتنه یې کړې ده.

یو شمېر افغان سیاسي څېرو، کارپوهانو او مدني فعالانو په انقره کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د سیمهییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه. دا غونډه د «راه لاجورد» د څېړنې او پالیسۍ مرکز له لوري جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د افغانستان څانګې مشره سټیفاني لوس وایي، چې د کډوالو دغه لویه څپه پر بنسټیزو جوړښتونو او عامه خدماتو بېساری فشار راوستی او د افغانستان لپاره یې لویه ننګونه رامنځته کړې ده.

د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد له نږدې یوې اونۍ راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربهتوب لپاره په بشپړ ډول چمتو دی، خو سره له دې چې د خبرو هېڅ نښه نه لیدل کېږي، په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېری لارې تړل شوې دي.

د مرستندویه سازمانونو اېتلاف د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي، چې جګړې، وچکالۍ او د بشري مرستو کمښت به سږکال په نړۍ کې د لوږې کچه په بېساري ډول لوړه وساتي. د دغه راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د شدیدې لوږې کچه دوه برابره شوې ده.

د کاناډا سناتورې ماریلو مک فېډران په اوټاوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دغه هېواد د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي. هغې ټینګار وکړ: «په افغانستان کې تلپاتې سوله له عدالت، پراخ ګډون او د ټولو غږونو له اورېدو پرته ناشونې ده».

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیسو ویلي، چې په ډومیل سیمه کې ناپېژندانو وسلهوالو د شفیعالله او فهیمالله په نوم دوه ځوانان تښتولي او وروسته یې وژلي دي. ځایي اوسېدونکو له حکومت څخه د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د اغېزمنو او بېړنیو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست څار ډلو د خوست په مرکز کې ۸ روغتیايي کلینیکونه د بېلابېلو سرغړونو له امله تړلي دي. هغه وایي، دغه کلینیکونه د جواز د نشتوالي، نامعیاري فعالیتونو او د شفري نسخو د کارونې له امله تړل شوي.

د ناروې حکومت غواړي، له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي. د ناروې حکومت وایي، چې د ټېکنالوژۍ شرکتونو ته به دنده ورکړل شي؛ څو د کاروونکو عمر څرګند کړي او له دې سره له خواله رسنیو د ماشومانو د کارونې مخه ونیسي.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې خبر ورکړی، چې تېره ورځ د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د جګړې له کبله پر ۱۷زره بېځایه شویو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د یادې کمیټې په وینا؛ پر بشري مرستو بار څو لارۍ دغه ولسوالیو ته رسېدلې دي.

په بلخ ولایت کې د وروستیو ورښتونو او غر ښویېدنې له امله د دوو ولسوالیو لارې تړل شوې دي. په بلخ کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس عبدالصبور صابر ویلي، چې د وروستیو بارانونو له کبله د دغه ولایت د چهارکنت او مارمل ولسوالیو لارې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو خبر ورکړی دی. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې «د ۳۹۷۶ ټنو له ټولې مرستې څخه د اوړو لومړۍ جوپه» افغانستان ته لېږل شوې ده.

په بغلان کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت د خنجان باجګاه سیمې ۱۵کورونه ویجاړ شوي چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي.

د دوبۍ د استوګنې تود بازار چې د اوږدې مودې لپاره د نړۍ تر ټولو پیاوړو بازارونو څخه شمېرل کېده، اوس پهکې د فشار او ماتې نښې ښکاري. د بلومبرګ خبري شبکې په یوه راپور کې په دوبۍ کې د کورونو بیو راټیټېدو په اړه څېړنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) له ایران او پاکستان نه ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۶۸۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې یې تازه ۱۱ لرغونې، تاریخي او سیاحتي سیمې کشف او ثبت کړې دي. یاد ریاست زیاتوي، چې په دغه ولایت کې دامهال ټولټال ۲۰۰ لرغونې او سیاحتي سیمې شته.

د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړۍواله ورځ ده. یونسکو دغه ورځ د نسلونو او کلتورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د کتاب د رول لوبولو فرصت بولي؛ خو په افغانستان کې دغه اړیکه د سانسور او د هغو کتابونو د بندیز تر فشار لاندې ده، چې د طالبانو له عقایدو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.