
کویټ کې په ناقانونه توګه د «شرابو جوړولو» په تور ۶۷ کسان نیول شوي دي
د کويټ کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه ۶۷ کسان یې نیولي چې د کورني الکولي مشروباتو یا «شرابو» په جوړولو تورن وو. دغه ډول «شرابو» تر دې وړاندې ۲۳ کسان مړه کړي دي.

د کويټ کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه ۶۷ کسان یې نیولي چې د کورني الکولي مشروباتو یا «شرابو» په جوړولو تورن وو. دغه ډول «شرابو» تر دې وړاندې ۲۳ کسان مړه کړي دي.

د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ مازیګر ناوخته ناپېژانده وسلهوالو د ځايي مشهور پښتون خبریال فاروق فراق زلمی زوی میاه علي فراق په ډزو وژلی دی. دغه خبریال هم پر فېسبوک پاڼه د دغه وژنې پخلی کړی.

تازه د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال علي اکبر جمشیدیان ویلي، چې د افغان کډوالو په ستنولو سره د دغه هېواد ځینې ولایتونه د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوي دي. د نوموړي په خبره؛ په ایران کې ډېری کار ورکوونکي د افغان کارګرو ګومارلو ته لېوالتیا لري.

د نایجریا د بېړني حالت ملي ادارې ویلي، د یکشنبې په ورځ یوه کښتۍ د شمال لوېدیځ سوکټو ایالت مشهور بازار ته د تګ پر مهال ډوبه شوې چې له امله یې ۴۰ کسان لادرکه دي. د دغې ادارې مدیر زوبایدر عمر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه پېښه کې ۱۰ کسان ژغورل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د صیاد په سیند کې دوه ځوانان چې یو یې ۲۱ کلن او بل یې ۲۲ کلن و، د لامبو پرمهال ډوب او مړه شول.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اسلام اباد کې له نورو ګوندونو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه به د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع هیله څرګنده کړې، چې حکومت یې وکولای شي له هغو سوریایي کُردي ځواکونو سره له پوځي نښتو ډډه وکړي، چې د متحده ایالاتو ملاتړ ورسره دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هوا له لارې د افغاني محصولاتو د لېږد په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یوه خصوصي هوايي کارګو شرکت ترمنځ ۳ اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۳۸ تنه د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال د اسراییلي ځواکونو د ډزو او بریدونو له امله وژل شوي دي.

د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي، په افغانستان کې د ښځو اړوند له غېر دولتي سازمانونو باید ملاتړ وشي او پر یادو سازمانونو یې د پانګونو پر اړتیا هم ټينګار کړی دی. نوموړې همداراز ویلي، د افغانستان اړوند په نړۍوالو غونډو کې افغان ښځې باید حضور ولري.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۳۰۰ زرو څخه ډېر اسراییلیان په تلابیب کې راټول شوي او د جګړې د پراخېدو پر ضد غونډه کې یې برخه اخیستې ده. دغو لاریونوالو د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل له ټرافیک ریاست سره په همکارۍ د یکشبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د ککړې هوا د مدیریت په موخه د کابل په یو شمېر سیمو کې ۱۱۷ لوګي کوونکي موټر ارزولي او د لوګي کوونکو موټرو اسناد یې ضبط او ټرافیکو ته سپارلي دي.

د احمد ناصر سرمست په مشرۍ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ اړوند د ځوانانو ارکسټر د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) د جرمني د برلین ښار په «کنسرټ هاوس» کې د موسیقۍ د «یانګ یورو کلاسیک» په نړۍوال فېسټیوال کې ګډون وکړ.

په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د سرې میاشتې له رییس سره په لیدنه کې له دې هېواده وغوښتل، چې په افغانستان کې د زړه ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي. سهیل شاهین له فیصل محمد العمادي وغوښتل، چې تجربه لرونکي قطري ډاکټران دې کابل ته د زړه سوري ناروغانو د درملنې په موخه راشي.

شاه محمو میاخېل د پاکستان په کوربتوب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې وايي، له یادې جوړېدونکې غونډې د اسلام اباد موخه دا ده، چې د افغانستان حاکمه او هم مخالفې ډلې او افراد په خپل واک کې وساتي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ په وروستۍ نښته کې د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وایي: «هېڅ هېواد نه شي کولای د خپلو ځمکو له لاسه ورکول ومني، پرته له دې چې د پاتې سیمو لپاره امنیتي تضمینونه ولري.»

د سياېناېن د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون ویاندې اعلان وکړ چې اروپایي مشرانو د یکشنبې په غونډه کې چې په واشنګټن کې د دوشنبې د ورځې له لیدنې مخکې جوړه شوې وه، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو او نورو حیاتي مسایلو په موضوع تمرکز کړی و.

د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه) د ازادې بولۍ له لارې د ۵ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.

ایران د اسرییل هغه پرېکړه چې د غزې اوسېدونکي به د دغه ښار سوېلي سیمو ته په جبري توګه ولېږدوي، جنګي جنایت ګڼلې او په کلکه یې غندلې ده او همداراز یې له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د اسراییل د دغه جنایت پر وړاندې ودرېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان اوس قوي دي او په بهر کې مخالفان د دې ډلې لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي. اصف دراني زیاته کړه چې راتلونکی به دا وښيي چې ایا پاکستان به د طالبانو لپاره د بدیل د رامنځته کولو هڅه وکړي که نه.