
په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي
د ایران په پلازمېنه تهران کې د ساوه په سیمه کې د لرګیو په یوه لوی ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله دوه افغان کډوال کارګران وژل شوي دي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ساوه په سیمه کې د لرګیو په یوه لوی ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله دوه افغان کډوال کارګران وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د افغانستان د جګړې نږدې ۱۴۰۰هغه انځورونه چې په ۲۰۲۱کال کې د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره له انلاین ارشیف څخه لرې کړي وو، په تېروتنې سره یو ځل بیا خپاره کړي، خو له خپرېدو وروسته یې ژر بېرته لرې کړي دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو پر مهال ۷ تنه ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه د دوو موټرونو او دویمه د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د رسنیزې زدهکړې د تحول په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا پر مهال له ټکنالوژۍ څخه پاتې کېدل او اوس د طالبانو سیاسي فشارونه او محدودیتونه د رسنیزې زدهکړې د پرمختګ عمده خنډونه دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مشر محمد عبدیکر او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستل زیات شوي، خو وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

طالبانو په کابل او زابل ولایتونو کې «د نشه يي توکو د پلور، غلا، زنا او نامشروع اړیکو» په تور د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل. د طالبانو ستره محکمه وایي، دې ډلې ۷ کسان په کابل او یوه ښځه او ۶ نارینه په زابل کې د دُرو د وهلو ترڅنګ په تنفیذي بند محکوم کړي دي.

طالبانو چې د افغان مېرمنو پر مخ د ژوند، زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت دروازې تړلې دي، ښځې بیا هم چوپ نه دي پاتې شوي. د خاموشۍ له پردو راوتلې، د ډار له دېوالونو اوښتي او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره یې د مقاومت داسې فصل پیل کړی، چې نه یوازې په هېواد، بلکې نړۍ ته یې هم غږ رسېدلی.

د امریکا د جورجیا ایالت په فورت سټیوارت پوځي اډه کې د یوه بریدګر لهخوا ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی. یادې پوځي اډې د چارشنبې په ورځ وویل، چې پېښه د «دویم زغروال لښکر جګړهییزې ډلې» په ساحه کې شوې ده. د پېښې له امله پوځي اډه قرنطین شوې.

افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لا له وړاندې د د وېسټ انډیز لوبغاړي ډواین براوو د ډیرو ویکټو ریکارډ مات کړی و، اوس یې د ویکټو شمېر ۶۵۱ ته ورسېد.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د کابل په سناتوریم سیمه کې د شیعهمذهبو یو جومات نړولی او اوسېدونکي یې له سیمې اېستلو ته اړ باسي. د سرچینو په وینا، یاد جومات د لویې څارنوالۍ پر سړک جوړ شوی و او طالبانو ادعا کړې چې پر "دولتي ځمکه" جوړ شوی.

د ۱۴۰۰ ل کال د زمري پر ۱۵مه د نیمروز مرکز زرنج لومړنی ولایتي ښار و، چې طالبان ور ننوتل. زرنج له څو ورځو راهیسې د بېباورۍ، وېرې او ډار تر سیورې لاندې و. طالبانو له ګڼو خواوو ښار محاصره کړی و. د کلاشنکوفونو او درندو وسلو ډزو د زرنج ارامي له منځه وړې وه.

د اګست میاشتې پر دویمه او درېیمه نېټه، د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پاکستان ته یو دوه ورځنی سفر درلود. په لومړۍ ورځ هغه د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته هم لاړ او هلته د اردو او فارسي ژبو ستر شاعر اقبال لاهوري مقبرې ته ورغی او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «هرات فولاد» په نوم د فولادو د وېلي کولو نوې خصوصي فابریکه د ۷میلیونه ډالرو په پانګونه رسماً پرانیستل شوه. دغه فابریکه د ورځې د ۱۵۹ ټُنه وسپنې د تولید ظرفیت لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزی، د اندونیزیا له شارژدافیر ناندا اوالیست سره لیدلي او د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي. طالبان وايي، اندونیزیا غواړي له کابل سره دوه اړخیزه سوداګري پرخه کړي.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شاوخوا درې ساعته خبرې کړې دي. کرملین ویلي، چې دا خبرې تر ډېره د اوکراین پر جګړه متمرکزې وي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دې وزارت د طبي شورا لوی رییس په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څار لړۍ پیل شوې، چې د هېواد د داخلي او بهرنیو ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو فعالیتونه وڅېړي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روانې اګست میاشتې پر ۳۱مه چین ته ځي. د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، مودي دا سفر داسې مهال کوي چې له چین سره یې اړیکې یو ځل بیا نرمې شوې، خوله امریکا سره د نوي ډیلي اړیکې تر فشار لاندې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د چهار شنبې په ورځ یې د جوی شیر کتاب پلورونکو لپاره په پامیر سینما سیمه کې بدیل نشراتي بازار پرانېستی، خو یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، دا چاره به یې پر کاروبار منفي اغېز وکړي.

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو تن کانکېندونکی مړ شوی او اووه نور ټپیان دي. دغه پېښه نن سهار د ماوې غره په یوه کان کې د غره سوري کولو لپاره د چاودېدونکو توکو د چمتو کولو پرمهال شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس ویلي چې له کندز نه تر ننګرهاره د ټولو ۷ولایتونو په ۳۵ ولسوالیو کې د کاسا-۱۰۰۰پروژې اړوند د استملاک او ځانګړو شویو ساحو چارې د افغانستان برېښنا شرکت له داخلي بودجې بشپړې شوې دي. نوموړي د پروژې له قراردادي هندۍ کمپنۍ نه شکایت کړی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیا یف په ترکمنستان کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس ریل لارې پروژې د چټکې پلیتابه غوښتنه کړې ده. هغه دغه پروژه د سیمهییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.