
د هند د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې له روسي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دوال مسکو ته تللی او ټاکل شوې ده، هلته د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی به د مسکو لهخوا د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې پرېکړې په اړه هم له روسي چارواکو سره بحث وکړي.



















