
پر زدهکړو د بندیزونو لړ کې؛ بغلان کې یوې نجلۍ پنځه میاشتو کې بشپړ قران کریم په لاس لیکلی
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی چې په بغلان کې یوې نجلۍ په پنځه میاشتو کې د قران کریم ټولې دېرش سیپارې په لاس لیکلي دي. د دغه نجلۍ ورور فیصل له طالبانو غواړي چې د هغې د خطاطۍ هنر او وړتیاوو د پراخېدو لپاره باید ورسره همکاري وکړي.



















