
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو این – هیبتات) د نوروز په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامتیا پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو این – هیبتات) د نوروز په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامتیا پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني خبر ورکړی، چې د تر ۱۴۰۴کال په لړ کې له ایران او پاکستان نه ۳مېلیونه او ۱۱۴زره کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې د نوي کال په مناسبت د طالبانو پر ضد د پراخ پاڅون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه جبهه به په نوي کال کې د طالبانو حکومت نسکورولو لپاره خپلې جګړهییزې او ستراتیژیکې هڅې پراخې کړي.

په فاریاب کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالله مرادي خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله څلور کسه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ یاده پېښه د جمعې په ماښام (د کب ۲۹مه) شوې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د ایران کړکېچ له زیاتېدو سره زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي او ډېری کورنۍ بېړنۍ مرستو او ملاتړ ته جدي اړتیا لري.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د شیعهګانو د کوچني اختر د لمونځ مخه نیولې. د سرچینو په وینا، ګڼو شیعهګانو د شنبې په ورځ اختر ونمانځه؛ خو طالبانو په کابل کې د شیعهګانو جوماتونو ته په دروازو کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل او د لمونځ مخه یې ونیوله.

د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله زرګونه افغان کډوالې کورنۍ چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه په جمرود کې شپې سبا کوي، د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې په سړکونو او لاريو کې تېره کړه. دوی وایي، بېرته خپلو پخوانیو سیمو ته د ستنېدو اجازه هم نهلري.

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د افغان کډوالو شورا استازو د پاکستان له فدرالي او ولایتي حکومتونو غوښتنه کړې، د افغان کډوالو پر وړاندې روان پراخ عملیات سملاسي ودروي او لږترلږه د کوچني اختر تر رخصتیو پورې دوی ته وخت ورکړي چې له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر اېکس پاڼه په خپرو شویو پیغامونو کې د هغو دیني عالمانو ویناوې شریکې کړې، چې د دغه جشن نمانځنه يې «حرامه» بللې ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اختر لمونځ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) او د عربستان په ګډون په خلیجي او لوېدیځو هېوادونو کې بیا پرون جمعه (د کب ۲۹مه) ادا شو؛ خو په پاکستان، هند، بنګلهدېش، سریلانکا، مالیزیا او اندونیزیا کې بیا نن شنبه (د وري لومړۍ نېټه) د اختر لمونځ ادا شو.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطامحمد نور ویلي:« نوی کال داسې مهال نمانځو، چې زموږ خلک لاهم له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د دغه لرغوني جشن له نمانځلو بېبرخې دي؛ خو په ملي یووالي او ګډې ارادې کولای شو دغه ستونزې لهمنځه یوسو او یو روښانه، باثباته او باعزته راتلونکی ولرو».

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په داسې حال کې چې مېلیونونه خلک په ټوله نړۍ کې نوروز نمانځي؛ دغه جشن دې د ټولو خلکو لپاره د سولې، روغتیا او سوکالۍ پیغام ورسوي.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې د نړۍوال جام په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې ۴-۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه او د دغه سیالیو پای لوبې ته له تګ پاتې شوه.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د راستانه شویو کډوالو د موقت کمپ پایتخت ترمینال څخه د لیدنې په ترڅ کې له راستانه شویو هېوادوالو وغوښتل چې د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

امريکايي څېړونکو موندلې، چې لوستل، ليکل او يا د يوې يا دوو ژبو زدهکړه کولای شي د عقل د زوال (ډيمينشيا) خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ميليونو ته ورسېږي.

ترکيې د سوريې په سوېل کې د اسرایيل وروستی بريد، چې پوځي بنسټونه يې په نښه کړي، «د تاوتريخوالي خطرناکه زياتوالی» بللی او په کلکه يې غندلی دی. انقرې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپله دنده ترسره کړي او د دغو بريدونو د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې ده.

د امریکا د اوهایو ایالت په هیلیارد سیمه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د عزتالله پامیر په نوم یو افغان ځوان هغه مهال د یوې ډلې پاکستانیانو له لوري وډبول شو، چې د پاکستان پر ضد یې اعتراضیه انځور چاپ کړی و. سرچینو ویلي، شاوخوا اتو پاکستانیانو دغه افغان ټپي کړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جمعې له ورځې راهیسې په کابل ښار کې د شیعه مذهب د پیروانو جوماتونو ته څېرمه لسګونه وسلهوال ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو په دې ښار کې د اختر د لمانځه د ترسره کېدو مخه ونیسي.

د بشري حقونو څار اداره وایي، د هنګري چارواکي باید د دغه هېواد خاورې ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د داخلېدو په صورت کې هغه ونیسي. د دې ادارې په وینا، ټاکل شوې چې نتنیاهو د مارچ په ۲۱مه یعنې سبا هنګري ته سفر وکړي او هلته به د محافظهکارانو په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان له لوري د لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو کارول، چې پکې د ۱۹۸۰لسیزې افغان مجاهدین او وروسته طالبان شامل دي، اوس د اسلاماباد لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې اوکراین لاهم د اروپايي ټولنې څخه راتلونکې میاشت د ۹۰ ملیارده یورو پور لومړۍ برخه د پیل تمه لري. دا پور د اوکراین لپاره د روسیې په وړاندې د خپلې جګړې د دوام لپاره خورا مهم دی.