
جرمني: اوکراین به له ۲۰۳۴ کال مخکې د اروپايي ټولنې برخه نه شي
د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي چې اوکراین به احتمالا تر ۲۰۳۴کال پورې د اروپايي ټولنې برخه نه شي او دا پروسه به اوږد وخت ونیسي.

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي چې اوکراین به احتمالا تر ۲۰۳۴کال پورې د اروپايي ټولنې برخه نه شي او دا پروسه به اوږد وخت ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر منظور احمد پښتین د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو پر ضد لاریونونو ته په غبرګونه کې ویلي چې پښتنو د ظلم او جبر پر وړاندې خپل غږ پورته کړ.

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ لهمتحده عرب اماراتو څخه د ګواښسره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او یې ټینګار کړی چې دغه پلان دې سمدستي وځنډول شي.

له هغه وروسته چې المان په جرمونو تورن ۸۱ افغانان افغانستان ته ولېږل، ملګرو ملتونو ټينګار کړی، چې «هیڅوک باید افغانستان ته ونه لېږدول شي.» ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

حماس ډلې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د غزې روانه جګړه یوازې د لنډ مهاله اوربند له لارې نه، بلکې د یوه پراخ او دایمي تړون په چوکاټ کې باید پای ته ورسول شي. دغه ډله وايي که اسراییل د تلپاتې سولې لپاره جدي اقدامات ونه کړي، نو د خبرو اترو راتلونکی به له لا زیات ناورین سره مخ شي.

د بریټانیا د معلوماتو د خوندیتوب خپلواک کمېشنر جان اېډورډز د افغانستان لپاره د بریټانیا د ژغورنې پروګرام اړوند معلوماتو د افشا کېدو پېښه جدي بللې خو وايي، نور په دې اړه قانوني اقدام نه کوي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت یې د طالبانو د رسمیت پېژندنې هېڅ نیت نه لري. فریدریښ مېرڅ په برلین کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، "د طالبانو د رژیم ډیپلوماتیک پیژندنه په اجنډا کې نه ده او داسې یو څه نشي کېدای."

د پاکستان لپاره د وروستي جمهوري دولت د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې د طالبانو د لومړۍ دورې چارواکو دروغ نه ویل؛ مګر اوسني طالبان دروغجن او فریبکاره دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین او کارکوونکي د «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې فلمونو د دوبلي په تور نیولي دي. نوموړي ویلي، چې دا فلمونه له دوبله کېدو وروسته له افغانستان څخه بهر چینلونو ته لېږدول کېدل.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د کابل ښار په شهر نو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د کارکوونکو له لوري د لسګونه ښځو نیونه په شرعي دود ناروا بللې او په وینا یې د شریعت په نوم یې دا ډول نیونې د دین او شریعت په حق کې ستره جفا ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د فرانسې، پولنډ، اتریش، چک او ډنمارک او همداراز د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو له کمیشنر سره په کتنه کې د پناه غوښتونکو د قوانینو د سختولو لپاره پر یوې طرحې موافقه وکړه.

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پنځه افغانان د ځانمرګو بریدونو د چمتووالي په تور نیولي دي. سرچینې وايي، هغوی پاکستان ته له راتګ وروسته د پښتونخوا عزیزخېل او منډیخېل سیمو ته تللي وو.

پر مسکو د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو په غبرګون کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دېمتیري مېدوېدېف ویلي، مسکو به د د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو پر وړاندې مقاومت وکړي او ورسره جوخت به پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

بلوچستان کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د جمعې په ورځ د دغه صوبي د کلات او کوټې ښار ترمنځ د پولیسو پر موټریز کاروان د نامعلومو وسله والو برېد کې د پولیسو د مرستیال په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

اروپايي ټولنه غواړي پر روسیې د فشارونو د زیاتولو په موخه پر مسکو نور سخت بندیزونه هم ولګوي. د اروپايي ټولنې په دې نویو بندیزونو کې د نورد سټریم د ګازو د پایپ لاینونو له بیا فعالېدو مخنیوی، د روسیې د نفتو د پلور کچې محدودول او د درېیمو هېوادونو پر بانکونو د بندیزونو لګول شامل دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان پنج ولسوالۍ کې د دغه هېواد امنیت د کمېټې اړوند سرحدي ځواکونو ته د څار لپاره څلور پرمختللې کامرې سپارلې دي.

د بریټانیا اېسېکس (Essex) نړۍوال پوهنتون افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه. دغه پوهنتون ویلي، ولي محمد نوري ته یې دغه دوکتورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک نقش له امله ورکړې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې د بریتانیا یو شمېر ډېپلوماټانو د دغه وزارت له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د راستنېدونکو کډوالو د مرستو په اړه یې خبرې کړې. وزارت زیاتوي، بریتانیا له افغان کډوالو سره ۱.۱ میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده.

افغانانو لپاره د پاکستان د ویزې په اسنادو کې د جعل په تړاو د څېړنو پر دوام د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت دوه چارواکي له دندو ګوښه شول. ګوښه شوي کسان د کورنیو چارو وزارت د ویزې څانګې د منشي مرستیاله شیرین حنا اصغر او د فډرال د څېړنیزې ادارې منشي عدنان ارشد اولیک، دي.

د مالیزیا د سرحدنو کنټرول او ساتنې ادارې ویلي، چې هغه اووه افغانان یې نیولي چې غوښتل یې په جعلي اسنادو مالیزیا ته داخل شي. دغې ادارې زیاته کړې چې یاد کسان یې د تېرې یکشنبې او سې شنبې په ورځو کې په دوو جلا پېښو کې نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ومنله، چې د جرمني له فډرالي حکومت سره یې د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو مفصلې خبرې کړې دي او په دې لړ کې نن ۸۱ هغه افغانان چې په یاد هېواد کې یې د کډوالۍ قضیې رد شوې وې؛ کابل ته ستنېږي.