
مولانا فضلالرحمان: له طالبانو سره د اړیکو ښه والی د حکومت مسوولیت دی
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضلالرحمان وايي، چې له طالبانو سره د ښو اړیکو جوړول د پاکستان د حکومت مسوولیت دی، نه د شخصي ګوندونو یا ډلو. هغه دا څرګندونې د پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.



















