
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: ازبکستان د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په دغه هېواد کې د طالبانو له سفیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي. بختیار سعیدوف وايي په دې کتنه کې یې له سیمه ییزو مسایلو سربېره د سیمې په سوداګریز بهیر کې د افغانستان د یو ځای کیدو پر اهمیت هم ټينګار کړی دی.



















