
هند د برېکس له غړو هېوادونو د پهلګام برید په تړاو د پاکستان د غندنې غوښتنه وکړه
د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، هند د برېکس پر غړو هېوادونو فشار راوړی چې د دغه برید په تړاو غبرګون وښيي او پاکستان وغندي.

د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، هند د برېکس پر غړو هېوادونو فشار راوړی چې د دغه برید په تړاو غبرګون وښيي او پاکستان وغندي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د برېکس اېتلاف د امریکایي ډالرو د نړۍوال حیثیت د له منځه وړو لپاره جوړ شوی.

د ملګرو ملتونو ویاند د روسیې لهخوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په غبرګون کې ویلي: «دا موضوع د مسکو او طالبانو ترمنځ یوه دوهاړخیزه مسله ده.» سټيفن دوجاریک د سې شنبه په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو ماموریت به په افغانستان کې بدلون ونه مومي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا شدیده شوې او یوازې په تېرو ۳۰ ورځو کې نږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان له دغه هېواده په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

طالبانو په کابل او کاپیسا ولایتونو کې ۴ کسان د نشهیي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ) او هیرویینو د خرڅلاو او د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بغلان د علماوو شورا مرستیال شیخ عبدالحی حقیار درېمه کوژده کړې ده. تر دې مخکې د طالبانو مشر په یوه فرمان کې د خپلې ډلې غړي د څو ودونو له کولو منع کړي وو.

د سوات په سېلابونو کې د سیلانیانو د ډوبېدو له پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د ژغورنې ادارې او د سوات د پراختیايي ادارې ريیسان له دندو ګوښه کړل.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ریاض حمدو الشحاده نیول شوی دی. نوموړی د بشارالاسد رژیم یو لوړپوړی امنیتي افسر و، چې د دمشق د سیاسي استخباراتو د څانګې مشري یې کوله.

دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې یو ګوښه شوی روسی وزیر سټاراوویټ چې له مسکو څخه بهر په یوه پارک کې مړ موندل شوی، له اوکراین سره د پولې د پیاوړتیا لپاره د فنډونو د اختلاس په رسمي تحقیقاتو کې تر ګرویږنو لاندې و.

یوه اسراییلي سرتېري اعتراف کړی، چې د غزې په جګړه کې اسراییلي پوځیانو بېوسلې او ملکي خلک له دلیل پرته وژلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ډزو کولو اصول د هر قوماندان له خوښې سره سم بدلېدل او ملکي وګړو ته دا نه وه معلومه چې کومې سیمې ته ورتګ منع دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان په امریکا کې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي. د وزارت ویاند وویل:«دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیې پریکړه کړې له شریرو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي».

د جرمونو نړیوالې محکمې نن اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د طالبانو د قاضيالقضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي. د یادې محکمې اړوند دویمې خونې ویلي د نیولو حکمونه به دا مهال محرمانه پاتې شي چې د قضایي بهیر او قربانیانو امنیت خوندي شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې یا "ای، ار، ډبلیو" موسسې تر منځ د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کورونو د جوړولو او ترمیم د هوکړې د لاسلیک پرمهال، دې ډلې له موسسو غوښتي، چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په پولو او کرښو کې د یو زیات شمېر راستنېدونکو ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د یوې طرحې پر اساس به نږدې وخت کې په هېواد کې د افغان وګړو دقیقه سرشمېرنه پیل کړي. د یادې ادراې ویاند محمدحلیم رافع وویل، چې د افغان وګړو د سرشمېرنې په اړه چمتو شوې طرحه د وزیرانو شورا له لوري تایید شوې هم ده.

یو ۶۰ کلن افغان کډوال باقر رضایي د ایران په زابل کې د کډوالو په یوه کمپ کې د جبري کار، سختې ګرمۍ او تندې له امله مړ شوی دی. کورنۍ یې وايي چې ایراني چارواکو دوی له اوبو او خوړو پرته په کمپ کې بند کړي وو.

د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشره ماهرنګ بلوڅ د دې کمېټې له څو غړو سره یو ځای د ترهګریزو فعالیتونو په تور د کراچۍ ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوې. محکمې د دوی د بند موده د لسو نورو ورځو لپاره تمدید کړې. ماهرنګ شاوخوا درې میاشتې وړاندې نیول شوې وه.

د ترکیې یوې ډېپلوماتیکې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به د چارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي. په دغه سفر کې به یاد ترکي چارواکي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو مسایلو او دفاعي صنعت همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هر څوک د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا هم پرې تېری وکړي، له هېڅ ډول ځنډ یا محدودیت پرته به «ډېر سخت او د متقابل لوري پر تله سخت ځواب ورکړل شي».

د برلین اداري محکمې د سېشنبې په ورځ حکم ورکړ چې د جرمني دولت نه شي کولای له یوې افغان کورنۍ سره د ویزې ورکولو له ژمنې شاته شي. محکمې وویل، «د دولت ژمنه حقوقاً لازمالاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو چارو رییس نادر یاراحمدي ویلي چې افغان کډوال کولای شي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره وړیا وکیل وګوماري. هغه څرګنده کړه چې افغان کډوال کولای شي د خپلوانو یا د طالبانو د کونسلګرۍ په مرسته، له مالي لګښت پرته خپل حقونه تعقیب کړي.