
په یوګانډا کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږترلږه ۶۳ کسان مړه شوي دي
په یوګانډا کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) د کامپالا او ګولو ترمنځ پر لویه لاره دوه بسونه ټکر شوي، چې له امله یې ۶۳ کسان مړه شوي او ځينې نور بیا ټپيان دي.

په یوګانډا کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) د کامپالا او ګولو ترمنځ پر لویه لاره دوه بسونه ټکر شوي، چې له امله یې ۶۳ کسان مړه شوي او ځينې نور بیا ټپيان دي.

د پاکستان حکومت د پښتونخوا په کوز دېر کې افغان کورنیو ته له ځنډ پرته د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د تیمرګره مرستیال کمېشنر زید صافي ویلي، که افغانان په خپله خوښه ستانه نهشي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدمات وشي.

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ورسره د یاد هېواد برېښنا هم پرې شوې ده. اوکرايني چارواکو ویلي، دغه بریدونه تر هغه وروسته شوي چې مسکو د اوربند وړاندیز رد کړ او د روسيې او امریکا د ولسمشرانو پلان شوې غونډه وځنډول شوه.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چهارشنبه (د تلې ۳۰مه) ویلي، چې د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان له مخې یې په زابل او خوست ولایتونو کې ۲۲۲ رواني ناروغان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، سږکال په دغه ولایت کې په ۲۸زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکو کې وریجې کرل شوې چې د تېر کال پرتله یې ۸ سلنه کښت ډېر شوی دی.

د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو مسوولینو ویلي، په دغه ښار کې د هغو افغانانو د نیونې عملیات په چټکۍ روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.

د طالبانو عدلیې وزارت نن چهارشنبه (د تلې ۳۰مه) ویلي، چې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یې د «سید اسحاق ګېلاني ښارګوټي» کابو ۵۶۴۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له پاکستان سره د جګړې پرمهال یې د امریکايي استازو له لوري ځینې اړیکې ترلاسه کړې وې. هغه زیاته کړې، چې دغه اړیکې د اوربند یا جګړې د درېدو په تړاو وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان سېشنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره یو مېلیون یورو بشري مرسته کړې چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د اروپايي ټولنې مرستې ۷ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې او تقریر موضوع «د نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي ساتل» ټاکلې ده. دغه وزارت د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې «د ګاونډویو وروستۍ دسیسې د نړۍوال فشار برخه ده.»

په لوګر ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې رییس محمد ګلاب فاروقي سېشنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، چې د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ د دغه ولایت له عمومي زندانه د دوو ښځو په ګډون ۲۴ بندیان خوشې شوي دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابوالي او د روان ترینګلي وضعیت په اړه ژوره خواشینې ښودلې. هغه له زندانه په یوه تفصیلي پیغام کې ویلي، چې له طالبانو سره ستونزې باید په سولهییزه فضا کې حل شي او په ټکو یې کرکه او ټکر د هیچا په ګټه نهدی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، پرون له ایران او پاکستان نه ۵۹۹ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ورسره ژمنه کړې چې له روسیې څخه به نور تېل نه پېري او له پاکستان سره د جګړې د مخینوي لپاره یې هم ورسره خبرې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه (د تلې ۳۰مه) خبر ورکړی، د ټرمپ او پوتین ترمنځ پلان شوې ناسته ځکه وځنډول شوه چې مسکو له اوکراین سره سملاسي اوربند رد کړ. سپینه ماڼۍ وایي، دغه غونډه به تر هغې وځنډول شي چې روسیه سملاسي اوربند ته چمتو نهشي.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د تکواندو لوبغاړي تر سختو تمرینونو وروسته د تکواندو د اتلولۍ په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره چې تر راتلونکو دوو ورځو په چین کې پیلېږي؛ په بشپړ ډول چمتو دي.

چین اعلان کړی، چې له دغه هېواد سره د ټایوان بېرته یو ځای کېدو ۸۰مې کلیزې په مناسبت غونډه جوړوي. چین غواړي دغه مراسمو ته د ټایوان استازي هم راوبلي؛ خو ټایوان پر خپلو چارواکو بندیز لګولی او بیجېنګ تورنوي، چې دغه مراسم د خپلو سیاسي ګټو لپاره جوړوي.

د بلوچستان له بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته، په دغه ایالت کې د ملکیتونو بیې تر ۹۰ سلنې پورې راکمې شوې دي. د راپورونو پربنسټ؛ په وروستیو کې له بلوچستان نه شاوخوا ۸۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې خبر ورکړی، چې د بلوچستان په سبي (سيوۍ) کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۵ وسلهوال وژل شوي دي. د ترهګرۍ ضد ادارې ویاند وايي، چې له وژل شويو وسلهوالو څخه ځینې وسلې، مهمات، نقشې او نور اسناد هم نیول شوي دي.

د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې د سولې هڅې ګړندۍ کړې او په غزه کې نازک حالت ته په کتو د اوربند د راتلونکو پړاوونو لپاره یې پر حماس فشار ډېر کړی او ترې غوښتي یې دي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي.