
د بشري حقونو فعالانې: افغان ځوانان دې د نیپالیانو په څېر د خپلو حقونو لپاره راپورته شي
د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.

د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.

د امریکا د ټیکساس ایالت په ډالاس ښار کې د کډوالو او ګمرکي پلټنې ادارې (ICE) پر یوه مرکز د چارشنبې په ورځ ډزې شوې، چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او دوه نور په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي چې مشکوک کس هم وژل شوی دی.

د ایران ولسمشر وايي، په تېرو دوو کلونو کې نړۍ د غزې نسلوژنې، پر ایران د برید، د لبنان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونو، د سوریې د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړۍ، د یمن پر خلکو د بریدونو او د ماشومانو د لوږې له امله د مړینې شاهده وه. هغه وویل، چې ایران اتومي وسلې نه جوړوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال د افغانستان وضعیت ته په اشاره وویل، چې طالبانو ټول هېواد د تیارو پیړیو دور ته بیولی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وایي، د دوحې تړون حواله ورکول د حاکمې ډلې د بقا او مشروعیت لپاره بېځایه او بېاساسه خوشبیني ده. فضلي وايي، چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان تړونونه د جمهوریت د بقا تضمین ونه ګرځېدل.

له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې سلګونه افغان کډوالو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د «ارجنټینا پارک» په نوم ځای کې د پرلت خیمې وهلې دي، خو لا هم ددوی ستونزو ته رسیده ګي نه ده شوې. پرلت وال وايي، له ۴۰۰ د ډېرو کورنیو غوښتنه دا ده چې عدالت او برابر انساني حقونه ورکړل شي.

یو نړیوال بشردوستانه کاروان، چې هڅه یې کوله غزې ته مرستې ورسوي، د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپې له خوا د یونان په نړیوالو اوبو کې پرې د ډرون برید شوی. له دې پېښې وروسته ایټالیا خپله بحري بېړۍ د مرستې لپاره استولې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر له تېرو دریو ورځو راهیسې په مکرر ډول خپل استوګنځای بدلوي. نوموړی پخوا په منډیګک، عینو مېنه کې د جنرال رازق په کور او کله د کندهار په زړه قول اردو کې اوسېده، خو اوس یې مشخص استوګنځای معلوم نه دی.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه ۲۸نور افغانان نن ماسپښین د جرمني د هانوور په لانګنهګن هوايي ډګر کې کوزیږي. دا ټول د پنځو کورنیو غړي دي او درې کاله په اسلام اباد کې منتظر وو. دوی به د فریدلنډ ګوټینګن ولسوالۍ د جذب کمپ ته ولیږدول شي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شپږ میلیارده او ۷۸۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو په پرتله پکې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ، د سوداګرۍ او بانکدارۍ کانالونه بېرته فعال کړي او پر کابل د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي او باور وړ اقداماتو لپاره فشار زیات کړي.

د کډوالو افغان ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبډله، چې د طالبانو د بندیزونو له امله له هېواده وتلې، لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. دغه دوستانه سیالۍ راتلونکې میاشت په دوبۍ کې د فیفا په نوښت ترسره کیږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیوادته د ۸ – ۰ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ د اندونیزیا ۲۰۲۶اسیا جام سیالیو ته ووتله.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، ۱۷ تنه د نشه يي توکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور په دُرو وهل شوي دي.

د ایدهي سنټر په نوم یوې خیریه ټولنې په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ته له خپلو کورنیو پنځه تنه ورک شوي افغان ماشومان سپارلي دي. سفارت ویلي چې د دغو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو شاوخوا دي.

د روسیې او بیلاروس له لوري د تېلو صادرات د ۲۰۲۵ کال په اګست کې پام وړ زیات شوي چې د صنعت د سرچینو او رویټرز خبري اژانس د محاسبو له مخې، یوازې د همدې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۹۰۰ زره ټنه تېل منځنۍ اسیا، منګولیا او افغانستان ته صادر شوي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیزو زلزله ځپلو ولایتونو کې د غرونو د ښویېدو او لارو بندښت له امله روغتونونو ته د مېندو تګ ستوزمن دی او ماشومان په خیمو کې زیږي.یادې ادارې ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۱زره ښځې امنیدوارې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قطر سفیر سره د مخه ښې ناسته کې له قطري پانګوالو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.

د قرغیزستان ولسمشر د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بیرته ورکولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کابل نړیواله انزوا او مالي مرستې نه ورکول د منلو وړ نه دي.نوموړي ویلي، چې د افغانستان ټولشموله پرمختګ د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات کیلي ده.

د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې، د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې حکومت یې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې غوره اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د ویتنام لومړی وزیر فام مین چین د امریکایي تعرفو له اغېزو سره د مقابلې لپاره د نویو سوداګریزو تړونونو په لټه کې دی. هغه ویلي، چې دغه هېواد سږکال نوي سوداګریز تړونونه څاري؛ ترڅو د امریکا لهخوا د لګول شويو تعرفو اغېز کم کړي.