
روسیه وايي ټانکونه یې د اوکراین د دونیڅک سیمې لویدیزې پولې ته رسیدلي
په داسې حال کې چې د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې او سولې خبرو اترو په اړه د مسکو او کییف تر منځ اختلافونه روان دي، روسي ځواکونو د اوکراین په ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.

په داسې حال کې چې د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې او سولې خبرو اترو په اړه د مسکو او کییف تر منځ اختلافونه روان دي، روسي ځواکونو د اوکراین په ډنيپروپتروفسک سیمه کې پرمختګ کړی.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ډونالډ ټرمپ د سفر بندیزونو باندې نیوکه وکړه او امریکا یې "ظالمه" وبلله. د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پریکړې په اړه چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو وګړي امریکا ته له ننوتلو منع کوي، د طالبانو لومړنی ښکاره غبرګون دی.

د هبت الله په مشرۍ په کندهار کې او د ملا محمد حسن په مشرۍ په ارګ کې طالب چارواکو اختریزې ویناوي وکړي، خو سراج الدین حقاني د اختر د دوو ورځو په تېرېدو لا هم غایب دی او تر اوسه یې د لوی اختر په مناسبت هېڅ پیغام نه دی خپور شوی.

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، چې ډېر ژر به هغه محرم اسراییلي اسناد افشا کړي، چې د ایران استخباراتي ادارو ترلاسه کړي دي. هغه دا اسناد یوه"قیمتي خزانه" وبلله او ویې ویل، چې دا به د ایران د دفاعي او تهاجمي وړتیاوو پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معیین، د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه نن روسیې ته لاړ. طالبان وايي، ضیاءالرحمن اریوبي به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د مختلفو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره وګوري.

د پکتیا ځاځي اریوب پارک ته روغلي سېلانیان وايي چې د یوه ساعت لپاره د یوې خیمې کرایه ۱۰۰ افغانۍ او د موټرو تمځای کرایه ۲۰۰ افغانۍ ده. سېلانیان وايي، چې خوراکي توکي هم په دغه پارک کې له اصلي بیې دوه چنده لوړ پلورل کیږي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو څخه امریکا ته د سفر بندیز په اړه د ډونالډ ټرمپ تازه اجرايوي فرمان سبا دوشنبه ۱۲ بجې عملي کیږي. ټرمپ دا بندیز له «بهرنیو ترهګرو» د امریکا د خوندیتوب لپاره اعلان کړی دی.

د افغانان د شړلو په تړاو د سویس فدرالي حکومت هڅې له خنډ سره مخ شوې دي، ځکه طالبانو یو شړل شوی افغان د کابل په هوايي ډګر کې نه دی منلی او بېرته یې زوریخ ته استولی دی. د سویس د کډوالو اداره وايي، چې د شاوخوا شلو نورو «مجرمو افغانانو» د شړلو چمتووالی روان دی.

په خوست کې د طالبانو والي مولوي عبدالقیوم روحاني وايي چې ددې ډلې تر واکمنۍ لاندې زندانونه اوس د «اصلاح او زده کړې» مرکزونه دي. هغه زياته کړې، چې د طالبانو موخه دا ده چې بندیان یوازې مجازات نه، بلکې تربیه، اصلاح او بېرته ټولنې ته د یو سالم فرد په توګه وړاندې شي.

د روسیې یوه جګپوړي جنرال ویلي چې د اوکرایني سرتېرو مړي به نن له غرمې وروسته سرحد ته انتقال شي. د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د تورن جنرال الکساندر زورین له قوله رپوټ ورکړی چې د مړو اورګاډی به ډېر ژر حرکت وکړي، خو امکان شته چې دا انتقال د راتلونکې اونۍ تر پیل وځنډېږي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په بلوچستان ایالت او په ټول پاکستان کې د بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو پېښې په اندېښمنوونکي ډول زیاتې شوې دي. یاد سازمان یادونه کړې چې د بلوڅ وګړو جبري لادرکه کول د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د «IAEA» لخوا د خپل سوله ییز اټومي پروګرام په اړه ډاډ ورکولو لپاره چمتوالی لري، خو په هیڅ ډول د خپلو اټومي حقونو او لاسته راوړنو څخه نه تېرېږي.

د ایرو اېشیا ویب پاڼې د یوې مقالې له مخې، اوس مهال ازبکستان له طالبانو سره د اړیکو پراختیا او تعامل ځانګړې پاملرنه کړې. مقاله کې زیاته شوې، چې د انرژۍ، اقتصاد او امنېتي برخو کې دغه پراخې اړیکې پالل شوي دي.

د ترکیې انادولو اژانس د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې له نږدې دوه کالو راهیسې د روانې جګړې پر مهال «۲۲۶خبریالان» وژل شوي دي. راپور زیاتوي، تېره ورځ هم پر یو روغتون د اسراییل د برید له امله څلور خبریالان وژل شوي دي.

د ایران په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو کمېسیون غړی علي اصغر نخايي راد وایي، چې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون بې اسناده افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي دي.

میګویل اوریب توربي کولمبیایي سناتور او د دغه هیواد د ۲۰۲۶کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي ښي اړخی نوماند په بوګوټا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د شا لخوا درې مرمۍ په ډزو ویشتل شوی.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د سوابۍ ولسوالۍ اړوند په ټوپۍ سیمه کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قربانۍ څاروي یو تن وژلی دی. راپور زیاتوي، چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې بیا «۱۴۴کسان» د حلالـې پر مهال څارویو ټپیان کړي دي.
ازبکستان د اختر په مناسبت له طالبانو سره د خوراکي توکو په ګډون «۱۸۳زره ټنه بشري» مرسته کړې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د بلخ ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی، چې دا مرستې شنبه د (غبرګولي ۱۷مه) په حیرتانو بندر کې کې د ازبکستاني چارواکو له لوري طالبانو ته سپارل شوې دي.

په فراه ولایت کې د طالبانو د بند خونې امر ملا عبدالستار رحماني ویلي، چې د دغه ډلې مشر ملا هبـت الله د فرمان پر بنسټ یې «۸۰تنه زندانیان» خوشې کړي دي. د هغه په وینا، په دغو خوشې شویو کسانو کې «دوه مېرمنې، پنځلس ماشومان او ۶۳نارینه» شامل دي.

د مخکني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته امریکا ته یو لېږدول شوی افغان سرتېری د یاد هېواد د کډوالۍ فدرالي مامورینو لخوا د ټکزاس ایالت د هیوسټن ښار په یوه سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

د ایران استخباراتي ادارې ادعا کړې. چې د اسراییل د حساسو اټومي اسنادو یوه لویه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.