
له امریکا د افغان کډوالو اېستل؛ له ۱۵۰ ډېر کسان له ناروښانه برخلیک سره مخ دي
د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، په امریکا کې مېشت تر ۱۵۰ ډېر هغه افغان کډوال چې افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالو پرضد د سختو سیاستونو له امله له اندېښنې او ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.


















