
نصیراحمد فایق: د نجونو پر زدهکړو بندیز «ملي خیانت او نه جبرانېدونکی عمل» دی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې طالبانو د «انساني اصولو، اسلامي لارښوونو او شرعي احکامو خلاف» د افغان نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي. د هغه په وینا؛ دغه اقدام «ملي خیانت او نه جبرانېدونکی عمل» دی.



















