
د ترکیې ۱۲۷۱ ټنه بشري مرستې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې
د ترکیې له لوري افغانستان ته لېږل شوې ۱۲۷۱ټنه بشري مرستې د هرات په روزنک بندر کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

د ترکیې له لوري افغانستان ته لېږل شوې ۱۲۷۱ټنه بشري مرستې د هرات په روزنک بندر کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثتبې پیښې ثبت شوې دي، خو لا هم ګڼ کسان د واکسین د کمپاینونو د عملي کولو په برخه کې همکاري نه کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي کیلس برټرېند سره په لیدنه کې د مخدره توکو د مخنیوي او بدیل معیشت پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي دغه راز له اروپايي ټولنې سره د اړیکو دوامداره پیاوړتیا غوښتې.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند علان وکړ، چې ګوند یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا له غړیتوبه لاس پر سر شوی او دمګړۍ له ناورین څخه د افغانستان پر ژغورنې تمرکز کوي. جمعیت ګوند دغه اقدام د یادې شورا د وروستۍ غونډې په غبرګون کې اخېستی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت چارسمبالې ناتالي بیکر وایي چې د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک(یو ایس ایګزم) په بلوچستان کې د مهمو منرالونو د کان کیندنې د ملاتړ لپاره د ۱،۲۵ میلیارد ډالرو تمویل منظور کړی دی. نوموړې دا د دواړو هېوادونو او بلوچستان د پرمختګ لپاره مهم ګام ګڼلی.

د ایران سپاه پاسداران د خپلوځمکنيو ځواکونو د دریو غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی. دغه درې کسان د زاهدان په مرزب لار سیمه کې د سپاه پاسداران پر موټر د برید په پایله کې وژل شوي دي. یو شمېر سرچینو ویلي، چې برید د سپاه پاسداران پر هغو څلورو موټرو شوی، چې خپل مرکز ته روان وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره کتلي. طالبانو ویلي، چې د اروپايي اتحاديې استازي له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په یوه سیمینار کې ویلي چې د بېګناه انسان وینه تویول خدای ته ناخوښ عمل دی او ددې ډلې ځواکونه باید «د نورې نړۍ د ځانګړو قطعاتو» په څېر خپلسري نه شي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي د چارشنبې په ورځ وویل چې تهران ته یې د سفر بلنه نه ده منلې او پر ځای یې وړاندیز کړی چې له ایران سره خبرې په درېیم بې پرې هېواد کې وشي. تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نوموړي ته د تهران د سفر بلنه ورکړې وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان (یونسکو) له خوا په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې د افغانستان د بهزاد د میناتورۍ هنر سبک شاملول د افغانانو لپاره ستر ویاړ بللی دی.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه یو شمېر میشتو افغانانو ته ویل شوي، چې « له تاسې په درنښت هیله کیږي د ډسمبر تر نهمې هوټل پرېږدئ». په تېرو دریو اونیو کې ۱۲۳ افغانانو او د هغوی کورنیو ته دغه پیغام ورکړل شوی دی.

په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان او د سرحدي لواګانو قوماندانانو د رباط جعلي په سیمه کې له ایران سره د سرحدي سیمې او ډیورنډ ته څېرمه امنیتي پوستو څخه لېدنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) خبر ورکړی، د سېشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۵۸ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

په بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۲کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. په بغلان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهاني ویلي، چې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په پل پیاز قول سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۴نور ټپیان شوي دي.

امریکا له پاکستان سره ۱.۲۵ مېلیارد ډالره مرسته کوي. د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د امریکا سفارت خبر ورکړی، چې دغه مرسته به په بلوچستان کې د اقتصادي پروژو لپاره یو مهم پړاو پرانیزي او د سیمې خلکو ته به د پرمختګ تازه فرصتونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د بشري حقونو ساتنه یوازې هغه مهال شونې ده چې د نړۍ خلک د بېعدالتیو او سرغړونو پر وړاندې یو موټی شي. د هغه په وینا؛ د بشري حقونو دوام د هر انسان ګډ غږ، دریځ او اقدام ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ظلم او بېعدالتي هیڅکله باید عادي ونه ګڼل شي.

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ملګرو ملتونو او برېتانیا ځانګړو استازو سره کتلي او د افغانانو لپاره د بشري مرستو، زدهکړو او قونسلي خدمتونو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.

د بېپولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال سانسور د افغان خبریالانو د فعالیت مخه ډب کړې ده. د دغه سازمان په وینا؛ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ۱۶۵ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي، چې له دې ډلې ۲۵ یې یوازې په ۲۰۲۵کال کې نیول شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بنسټیزو حقونو د ټینګښټ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه د هېواد پرمختګ، سولې او بیارغونې لپاره حیاتي دي.

په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته له دغه ولایت نه د څه باندې ۱۰مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.