
سعودي عربستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کوچني اختر په رارسېدو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د لنډمهالې اوربند د اعلان هرکلی کړی. اعلامیه وايي، ریاض د دواړو لوریو هغه مثبت غبرګون ستایي چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې غوښتنو ته یې ښودلی.



















