
د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په هرات کې ناڅاپي سختو سېلابونو ۸۰ کورنۍ زیانمنې کړې
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په هرات کې ناڅاپي بارانونو او سېلابونو ۸۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي. دغه سازمان ویلي، چې سېلابونو یوشمېر کورونو او سړکونو ته هم زیان اړولی.



















