
د اوربند د دوام لپاره؛ حماس پر اسراییل د نړۍوال فشار غوښتنه وکړه
د حماس ډلې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې پر اسراییل فشارونه زیات کړي؛ دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې اترې روانې دي. د حماس مشرانو ویلي، چې اسراییل دې پر غزې بریدونه ودروي او د پولې په پرانیستلو سره دې غزې ته د نورو مرستو د ننوتو اجازه ورکړي.



















