
معترضې مېرمنې: طالبانو افغانستان د ښځو لپاره «ممنوعستان» ګرځولی
د ارغواني شنبو غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر سیاست عملي کړی او افغانستان یې د ښځو لپاره په «ممنوعستان» بدل کړی دی.

د ارغواني شنبو غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر سیاست عملي کړی او افغانستان یې د ښځو لپاره په «ممنوعستان» بدل کړی دی.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې ښځې د نارینهو پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري. د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار ډاډمنتیا لپاره یو بنسټیز حق دی.

د افغان مېرمنو فریاد غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې سره له ټولو ګواښونو او محدودیتونو، افغان ښځې لاهم د ازاد ژوند او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره درېږي او مبارزه کوي. دوی وايي: «چوپتیا زموږ انتخاب نهدی، مقاومت زموږ ټاکنه ده».

د ښځو نړۍواله ورځ داسې مهال رارسېږي، چې د کندهار په ګډون د افغانستان په سویلي حوزه کې ګڼې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو، بېکارۍ او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي (د مارچ ۸مه) د ښځو نړۍواله ورځ د افغان ښځو لپاره د عدالت غوښتنې ورځ وبلله. هغه ټینګار کړی، چې د ښځو د حقونو خوندي کول د ټولنې د عدالت، پرمختګ او ملي ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د سختو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، که رښتیا هم افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې امن او ښه ځای ګرځېدلی وي؛ نو افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او نور په پاکستان کې پاتې نهشي.

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي (د مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په وروستیو کلونو کې پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه نه یوازې ظلم؛ بلکې «د بشریت پر ضد جنایت» او د ټولنې د نیمایي برخې سیستماتیک حذف دی.

د طالبانو اړوند رسنۍ المرصاد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د داعش خراسان څانګې یو مهم عملیاتي طراح زلمی بدخشي د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په شاه کڅ سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله د ځانګړي حکم له مخې په سرپل کې ۶۷ تنه بندیان خوشې او د ۵۲ نورو د بند موده کمه شوې ده.

دا راپور په کندهار کې د یوې داسې مبارزې ښوونکې ژوند انځوروي چې د محدودیتونو او بندیزونو په تورو تیارو کې یې د نجونو د پوهې ډېوه بله ساتلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ایران په سوېل میناب کې د نجونو پر یوه ښوونځي د برید په اړه د جنګي جرمونو د څېړلو غوښتنه کړې چې له امله یې له ۱۶۵ زیات کسان چې ډېری یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په اېکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ، چې د عراق د کُردستان سیمې له مشر نېچیروان بارزاني سره په ټلیفوني خبرو کې یې یو ځل بیا د عراق، په ځانګړې توګه د کُردستان سیمې د امنیت او ثبات لپاره د فرانسې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې نوموړي ویلي و که کابل ناامنه، اسلاماباد به هم ناامنه شي. نوموړي د طالبانو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان یوازې د اسلام له نامه ناوړه ګټه پورته کوي، خو په عمل کې د مسلمانانو له بنسټیزو ځانګړنو بېبرخې دي.

ملګرو ملتونو د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د ربکا اډامي د کتاب «ښځې او د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه» په حواله یو شمېر هغه مخکښې ښځې معرفي کړې دي، چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په تدوین او په متن کې یې د ښځو د حقونو په ځای کولو کې بنسټیز او ټاکونکی رول لوبولی دی.

په جنېوا کې د افغانستان د جمهوري نظام دایمي استازولۍ د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د ښځو لاسته راوړنې نمانځي، خو په افغانستان کې مېرمنې د تاریخ له تر ټولو سخت او سیستماتیک خذف سره مخ دي.

د افغانستان د ازادو مبارزو ۲۴ کلن لوبغاړي عبدالله سلطاني د "اوکتاګون" سازمان په ۸۵مو سیالیو کې د عراق د کُردستان اوسېدونکي محمد ولید ته ماتې ورکړه. سلطاني په دغه لوبه کې تر درېیو پړاوونو مبارزې وروسته د داورانو په متفقه رایه بریالی اعلان شو.

د کار نړۍوال سازمان د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې په اوسط ډول د نارینهوو پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کم عاید لري.

شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د شنبې په ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې پر اېکسپاڼه په یوه خپور کړي پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر مخ د عامه ځایونو تړل او پر هغوی محدودیتونه باید په عادي چارو بدل نهشي.