
شفیقه خپلواک: د افغانستان تر ټولو لوی ناورین پر ښځو روان ظلم دی
شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.

شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې په افغانستان کې پر ښځو روان ظلم په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی او همدا موضوع د افغانستان د ستر ناورین لامل ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ځانګړي پیغام کې پر نړۍ غږ کړی، چې د جنسیتي برابرۍ لپاره ریښتني ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د شنبې په ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په درشل کې پر اېکسپاڼه په یوه خپور کړي پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د افغان ښځو او نجونو پر مخ د عامه ځایونو تړل او پر هغوی محدودیتونه باید په عادي چارو بدل نهشي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهابالدین دلاور وایي، ډېر ژر به په کابل کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو ماشومانو لپاره د درملنې یو روغتون پرانیزي.

عایشه (مستعار نوم) د خوست یوه ځوانه نجلۍ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د طب پوهنځي د لومړي کال زدهکړیاله وه، خو د ملا هبتالله بندیزونو یې د ژوند مسیر بدل کړ او اوس له مجبوریته خیاطي کوي. هغه په ژړغوني غږ وایي: «که دا بندیزونه نهوای، سږ کال به زه فارغه شوې وای».

د ناروې د کډوالو شورا په ننګرهار کې د پاکستان د بریدونو له امله د بېځایه شویو کسانو ترمنځ نغدي مرستې ووېشلې.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت سولهییز لاریون ترسره شوی، چې ګډونوالو یې له حکومت څخه د سولې، امنیت او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو جنسیتي تبعیض لرونکی نظام اوس په نړۍ کې بېساری دی.

پاکستاني پولیس وايي، چې د جنوبي وزیرستان په واڼا ښار کې د بمي چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو وویل، چې چاودېدونکي توکي د ګڼې ګوڼې په سیمه کې د یوه سوپر مارکیټ دروازې ته نږدې ځای پر ځای شوي وو.

د جمعې په ورځ د نیویارک په بروکلین فدرالي محکمه کې د اصف مرچنټ په نوم یو ۴۷ کلن پاکستانی وګړی د «پیسو لپاره د وژنې» او «نړېوالې ترهګرۍ» په دوو تورونو مجرم وپېژندل شو.

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، پاکستان له دې ډلې څخه غوښتي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت وپېژني. هغه له طلوع نیوز خصوصي شبکې سره په مرکه کې ویلي، د دوحې او استانبول په ناستو کې د ډیورنډ کرښې د پېژندلو مسله راپورته شوې ده.

د هسپانیا لومړي وزیر، پډرو سانچیز، د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې هیواد به یې تل د افغان مېرمنو غږ پاتې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰،۶ سلنه لوړوالی راغلی دی. دوی په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا لوړوالی ۵،۲ سلنه د مېوو او ۷،۳ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې راغلی دی.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریز بهیر بې له ځنډه دوام لري. نوموړی زیاتوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تیرو ۴۸ کلونو کې د کومې جګړې یا بهرنۍ مداخلې له امله اغیزمنه شوې نه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د ښځو نړیوالې ورځې په درشل کې له طالبان غوښتي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ځايي ښځینه کارکوونکو د تګ بندیز لغوه کړي.

د طالبان ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په بلخ او نېمروز ولایتونو کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکو او غلا په تور د بند سزا ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره انلاین غونډه کړې. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې په ځینو مهمو برخو کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره لا زیاتو همکاریو او مرستو ته اړتیا شته.

د جمهوریت پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، راتلونکې اونۍ په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل د خوشحالۍ ځای نهدی؛ ځکه شاوخوا شل مېلیونه نجونې او مېرمنې لاهم له زدهکړو او کار بېبرخې شوې دي. هغه دغه محرومیت د فکري نسلوژنې په توګه یاد کړی.

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د ښځو نړۍواله ورځ د پښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه په ټولنیز ژوند کې ښځو ته لازم ځای نه ورکول کېږي او دا د پښتنو د بدبختیو لوی لامل دی.

په هرات کې د طالبانو رسنیز مرکز خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د چشت شریف ولسوالۍ په مرکزي بازار کې یې د احتکار او لوړو بیو له امله د خوراکي توکو یوشمېر هټۍ تړلې دي. یاد مرکز د دغه هټیو شمېر نهدی شریک کړی.