
هرات کې د ایران قونسل: له افغانستان سره د توکو لیږد لا هم روان دی
په هرات کې د ایران قونسل، علي رضا مرحمتي، وایي چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.

په هرات کې د ایران قونسل، علي رضا مرحمتي، وایي چې سره له دې چې په ایران کې کړکیچونه او جګړې روانې دي خو د ایران او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو ټرانزیټ لا هم روان دی.

د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د افغانانو لپاره د برېتانیا د تعلیمي او کاري ویزو لنډمهالي بندول، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د پنځه کلن بندیز په څېر بللي.

د مارچ پر۴مه نېټه د کام ایر هغه الوتنه چې ټاکل شوې وه د هند له نوي ډيلي څخه کابل ته د ماسپښین په ۱۴:۴۰ بجو ترسره شي، په ناڅاپي ډول لغوه شوه او اوس د مارچ تر ۶مې پورې ځنډول شوې او ګڼ مساپر داندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر په ټرانزېټ برخه کې پاتې دي.

کرکټ بورډ پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ، چې مخکې د شل اوریزو سیالیومرستیال کپتان و، د راشد خان پر ځای د دغو سیالیو د کپټان په توګه ټاکلی. کرکټ بورډ د راشد خان د لرې کولو لامل نه دی په ګوته کړی، خو د کرکټ مبصران یې یو عامل په یوه غونډه کې د راشد خان د مېرمنې راڅرګندېدل ګڼي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونې د اتحادیو له مسوولانو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه وضعیت ملکي وګړي او بې ځایه شوي خلک له جدي بشري ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په روانه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۱۸ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د ترکيې د iHH بشري بنسټ د بشري ډيپلوماسۍ د برخې مشر عبدالله التای د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي سره کتلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو خواوو پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د طالبانو دولتي شرکت ویلي، چې د شمال د ډبرو سکرو له کرکر کان څخه په ورځني ډول ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره را اېستل کېږي. د همدې کان تخنیکي مسوولین وايي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورسره په کار بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د سیمې د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدو په تړاو په ايران کې د مېشتو مېلیونونه افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د سند ایالت په سجاول ولسوالۍ کې د روان ۲۰۲۶کال د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه. ځایي چارواکو ویلي، چې د همدې ولسوالۍ د بیلو یونین کونسل په سیمه کې یو ۴ کلن ماشوم د پولیو په ویروس اخته شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې (د کب میاشتې له ۸مې تر ۱۲مې نېټې) پورې ۱۲۷زره او ۶۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه انتقالات په ډاډمنه او منظمه توګه دوام لري.

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د پلازمېنې د ۱۰مې حوزې اړوند یې ۴ کسان د غلا په تور نیولي دي. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د شېرپور په سیمه کې له یوې هټۍ د غلا پرمهال نیولي دي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې (د مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت اعتراضي غونډه کړې او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې د نړۍوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې.

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په هرات کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د یولړ عملیاتو پرمهال ۲۶ کیلوګرامه تریاک کشف او نیولي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اندازه تریاک په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي او د COAR مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنيو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا تازه د نړۍ د کرېکټ لوبډلو ډلبندي اعلان کړې. د دغه ډلبندۍ له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو سیالیو په برخه کې د نړۍ ۷م مقام او دارنګه د شل اوریزو سیالیو په برخه کې د نړۍ ۱۰م مقام خپل کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) اوومې ورځې ته وغځېدې. جګړه د طالبانو له لوري پر ډیورنډ کرښه له پراخو بریدونو سره پيل شوه، هغوی دغه بریدونه «غچ اخیستونکي» وبلل.

د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې سفیره ایزابل روم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، تر هغه چې د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو تګلاره بدله نهشي، دا ډله به په رسمیت ونه پېژندل شي.