
د لاوروف او متقي ټلیفوني اړیکه؛ مسکو د طالبانو او پاکستان د شخړې ډیپلوماتیک حل غوښتنه وکړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې. لاوروف د ډیپلوماتیکو لارو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.



















