
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی ترکیې ته ولاړ
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو چارو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره په رسمي سفر ترکیې ته ولاړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو چارو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره په رسمي سفر ترکیې ته ولاړ.

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د بهرنیو وګړو د کارموندنې څانګې مشر علي باقري ویلي، چې د افغانانو لهخوا یې د کاري ویزو لپاره شاوخوا ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه شمېرې د ورځې په تېرېدو د بدلون په حال کې دي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله به د اسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن د سوریې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) د کابل په وخت د ماښام په ۵:۰۰ بجو د میانمار په کوربهتوب پیل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۸۴۸ کورنۍ چې ټولټال ۴۵۲۴ کډوال کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حیدري وایي، چې پاکستان د افغانستان ټولنیز، اقتصادي او امنیتي حالت د بېثباته کولو هڅه کوي او دا کار د نوي کړکېچ د رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د شین بیت او سرحدي ځواکونو سره په ګډه یې د لوېدیځې غاړې په شمال کې د «ترهګریزو فعالیتونو» سره د مبارزې لپاره په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د نړۍوالې بشري ادارې «مرسي کرپس» د سیمهییزې مسوولې سانا جانسن او د دغه سازمان له مشرې ماریانا وانسهن سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا، د کرنې او انرژۍ سکتورونو ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو پر مدیریت خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کاپیسا ولایت کې د دوی امنیه قوماندانۍ په محمود راقي، حصه اول او حصه دو ولسوالیو کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت لسګونه امنیتي کمرې نصب کړې دي.

د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنیو چارو مرستيالې زهرا بهروز اذر ویلي، چې بېاسناده کډوال باید خپل هېواد ته ستانه کړای شي. نوموړې په ایران کې د مېشتو قانوني کډوالو په اړه ویلي، چې دوی کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي؛ خو باید د کار اجازه ولري او کفالت یې روښانه وي.

د افغانستان د مویتای ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي مشعل اسلامزي په ټایلنډ کې د «راجا» په معتبرو مسلکي سیالیو کې خپل مراکشی سیال په لومړیو ۳۰ ثانیو کې ناکاوټ کړ. دغه سیالي (د لېندۍ په ۳مه) په بنکاک ښار کې ترسره شوه.

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په «کوتل ګردنه» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پولیسو د اسلاماباد په «ارجنټاین پارک» کې د نیمې شپې چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد او ویډیوګانې ښيي، چې طالبانو د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې په چکنوري سیمه کې چې اوسمهال د «افغان مېنې» په نوم یادېږي؛ د بورې جوړولو دولتي فابریکه تخریب کړې ده.

په جلاوطنۍ کې فعال د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یو بنسټ «نی» وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اسلاماباد کې پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تاوتریخوالي سره نیول شوي دي.

د «نسیم» په نوم سیمهییزه راډیو چې له څو میاشتو راهیسې یې نشرات بند و، د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا خپرونې پیل کړې. د طالبانو تر واک لاندې د بامیان مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې دغې راډیو د بامیان د والي په همکارۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ فعالیت پیل کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، طالبان یوه ځان غوښتونکې ډله ده او پر هغوی باور کول «بې ګټې» دی. خواجه اصف ومنله، چې په افغانستان کې د طالبانو د بریا هرکلی پر دوی د ملنډو وهلو لامل شوی و، خو دوی د طالبانو لپاره هیله درلوده.

د افغان ښځو څلورو اعتراضي غورځنګونو یو ګډ پرېکړهلیک خپور کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت «په معاصر تاریخ کې د تاوتریخوالي او تبعیض تر ټولو بد مثال» بلل شوی دی. دغو غورځنګونو اعلان کړی، چې «افغانې ښځې به تسلیم نه شي او د دوی ازادي د مذاکرې وړ نه ده.»

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې وايي، په هېڅ بل هېواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دومره «ریښې لرونکی، جوړښتي او پراخ» نه دی لکه په افغانستان کې چې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې د ساتنې، عزت او مساواتو مستحقې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر ویلي، پلان لري کابل - کندهار، کابل - ننګرهار، هرات - کندهار او کابل - بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزې له لارې وصل کړي. د هغه په خبره، تر راتلوونکو درېیو کلونو به افغانستان د برېښنا په برخه کې ۸۰ سلنه پر ځان بسیا شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې سره په نړۍوالو کنفرانسونو کې د دوی د ګډون په اړه خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې په دې ناسته کې د چاپېریالي وضعیت او اقلمي بدلون سره د مبارزې په اړه هم بحث شوی.