
د مصر په شمال ختیځ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي
د مصر په شمال ختیځ پورټ سعید ولایت کې د یوې لارۍ او مساپر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله ۱۸ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د مصر دولتي رسنۍ الاهرام ویلي، پېښه د پنجشنبې په ورځ د اکسس په لویه لاره د پورټ سعید په سوېل کې شوې ده.



















