
مقاومت جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې یې ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
د طالبانو مخالفه ډله، مقاومت جبهه وایي چې د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوځي لوا تهاجمي برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې لږ تر لږه دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه برید د چنګاښ په۱۷مه په نیمه شپه د یادې ولسوالۍ سیاب سیمه کې ترسره شوی.



















