
د لوېدیځو هېوادونو مشرانو د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي وویله
د برېتانیا پاچا، د امریکا ولسمشر، د کاناډا لومړي وزیر او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو د سېشنبې په ورځ د روژې میاشتې د رارسېدو له امله مسلمانانو ته مبارکي وویله او دا یې د مهربانۍ، خواخوږۍ او یو بل ته د مرستې فرصت وباله.



















