
ملګري ملتونه: افغانستان باید د چټکې ښاري ودې لپاره چمتو شي
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې تر ۲۰۶۰کاله پورې به د افغانستان نیمایي خلک په ښارونو کې ژوند وکړي؛ خو ډېری ښارونه د چټکې ښاري ودې لپاره چمتو نهدي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې تر ۲۰۶۰کاله پورې به د افغانستان نیمایي خلک په ښارونو کې ژوند وکړي؛ خو ډېری ښارونه د چټکې ښاري ودې لپاره چمتو نهدي.

نن د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. د دغې لوبې پچه د هندوستان ۱۹ کلنې بي لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د جاپان حکومت، د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په همکارۍ د ۵.۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د دوه کلنې پروژې د پلي کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا ده.

د سیستان د ازادې سوداګرۍ-صنعتي سیمې مشر حسین سنجراني وایي، چې د سیستان ازاده سوداګرۍ-صنعتي سیمه د خپل ستراتيژیک موقعیت او ترانزیتي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغان سوداګرو لپاره دویم کور وګرځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي.

پاکستاني پولیسو چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د اسلاماباد په راولپنډۍ سیمه کې د «اډیاله» زندان شاوخوا نیولې وې، له څو ساعتونو زنداني کېدو وروسته خوشې کړې.

اسراییلي ځواکونو د لبنان د صیدون پر سویلي سیمه هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه برید په یاده سیمه کې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي شوی دی.

د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې د بېاسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنې عملیات دوام لري. د دوی لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په لړ کې ۴۳ بېاسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د کډوالو چارو وزیر نور الرحمان اخلاقي وايي، چې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو ترمنځ اختلافونو خلکو ته زیان رسولی او مهم فرصتونه یې له منځه وړي دي. نوموړی ټینګار کوي، چې ځینې مشران نور د مبارزې اراده نهلري.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې نهه افغانان مړه شوي دي. د سیستان او بلوچستان د ټرافیکو مشر مهدي خمر ویلي، پرون ماښام د سراوان-خاش سړک په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله نهه بېاسناده افغانان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پرمهال محمد بن سلمان د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې سعودي عربستان به د غزې د بیارغونې په برخه کې څومره مرسته وکړي وویل، چې وروستۍ اندازه لا تر اوسه د ارزونې لاندې ده.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې هېواد یې غواړي د ابراهیم تړون یوه برخه وي، خو مخکې له دې باید د فلسطین خپلواک حکومت جوړ شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سې شنبې په ورځ ویلي، چې پاکستان د هندي پوځ د مشر څرګندونې له پامه نه شي غورځولی او هند کېدای شي د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې برید وکړي. نوموړي زياته کړې: «افغانستان د ترهګرو پټنځای ګرځېدلی.»

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو یوه سازمان راپور ورکړی، چې ایران د دوو افغانانو په ګډون اته بندیان اعدام کړي دي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران قضايي ادارې دغه دوه افغانان له وړاندې د «نشهيي توکو د تړاو» په تور په اعدام محکوم کړي وو.

د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړولو په موخه د یوه خصوصي لابراتوار په پرانېست غونډه کې له پانګهوالو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره لابراتوارونه جوړ کړي.

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان درې خویندې او د دغه ګوند لسګونه نور غړي د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د اسلاماباد په راولپنډۍ سیمه کې د «اډیاله» زندان شاوخوا ونیولې او د څو ساعتونو پرلت یې پای ته ورساوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پنځمه ناسته کې د وینا پرمهال وویل، چې یو شمېر هېوادونه له افغان کډوالو سره د سیاسي ملحوظاتو له امله غېرانساني چلند کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي، د طالبانو د ښاروالۍ د نوې نقشې له مخې د ښار د «مدد خان چوک» څخه تر «ډنډ چوک» پورې د جوړېدونکي سړک مسير بدل شوی او د سلګونو کورنیو کورونه نړېږي.د دوی په خبره، نوې نقشه په فرمایشي ډول جوړه شوې، ترڅو د ملا فاضل کورونه او مارکېټونه پکې له منځه ولاړ نه شي.

اسلاماباد کې د روسیې سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د روسیې سفیر د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، هېواد یې د سوېلي اسیا په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د هر ډول هڅې ملاتړ کوي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د لړم پر۲۷مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته سفر کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۳۲۶ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. طالبانو ویلي، له دغو کډوالو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، سیمو ته د لېږد او روغتیا په برخه کې مرستې شوې دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، د دوی معلومات ښيي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. د امسو د مشر په وینا، د پاکستاني پولیسو له خوا دغه روان بهیر «پر بیان ازادۍ مستقیم ګوزار» دی.