
د ایران امنیتي ځواکونو په واورو کې بندپاتې ۳۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي
د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشېدي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې ایراني وسلهوالو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۰۰ بندپاتې افغان کډوال له سختې واورې او توپان څخه ژغورلي دي.

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشېدي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې ایراني وسلهوالو ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۰۰ بندپاتې افغان کډوال له سختې واورې او توپان څخه ژغورلي دي.

افغان سوک وهونکی فواد عمرزاده د سویډن د تنکیو ځوانانو د سوک وهنې په سیالیو کې ښه وځلېده او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د سویډن په هور ښار کې ترسره شوې او عمرزاده د ۵۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د رزمي لوبو (MMA) لوبغاړي فیاض حق پرست د «We Love MMA» سازمان د سیالیو په ۸۵م پړاو کې د لومړۍ پاڼۍ په ۱۷مه ثانیه کې د صربستان زلتان سېګیدي ته ماتې ورکړه. دغه لوبه د جرمني په مونیخ کې ترسره شوه او ټاکل شوې وه، چې تر درېیمې پاڼۍ پورې دوام وکړي.

سياېناېن راپور ورکوي، امریکا د ۲۵۰ څخه د زیاتو بار وړونکو الوتنو په ترسره کولو خپل پوځي تجهیزات په اردن، بحرین او سعودي عربستان کې اډو ته لېږدولي او ورته مهال په جنیوا کې له ایران سره د سېشنبې ورځې اټومي خبرو ته په نږدې کېدو سره یې سیمه کې خپل پوځي چمتووالی نور هم زیات کړی.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیانونه «غېر سنجیده» دي او باید جدي ونهګڼل شي. د سراجالحق په وینا، خواجه اصف په خپل قوم او خپلې ماضۍ «ملنډې» وهي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مذاکراتو کې به په «غېر مستقیم» ډول ګډون ولري. هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې ایران په معقوله بڼه عمل وکړي. فکر نه کوم چې ایران وغواړي د هوکړې د نه ترلاسه کېدو له پایلو سره مخ شي».

د ايران پارلمان د اوبو، طبيعي زېرمو او کرنې د کمېسيون يو غړی اردقلي ابراهیمي وایي، طالبانو له ایران سره د اوبو په برخه کې لا تراوسه خپل تعامل نه دی عملي کړی. د نوموړي په خبره، طالبان د هلمند له سیند څخه یو څاڅکی اوبه هم د ایران پر لور نه پرېږدي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په یو درې ورځني سفر هند ته ورسېد. دا سفر د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د همکارۍ، د دفاعي تړونونو د لاسلیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراټېژیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي په جنیوا کې د ایران او امریکا راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، هیلهمن دی چې د ایران له حکومت سره یوه هوکړه وشي. نوموړی وایي، شک لري چې د دغه هېواد پروړاندې له پوځي اقدام څخه ډډه وشي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس په جنیوا کې د ایران او امریکا د مذاکراتو له پیل وړاندې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د طالبانو د بدني روزنې ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره به د افغانستان ملي لوبغاړو ته د هغوی کلنۍ مرسته ورکړي. د يادې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، ۳۲۶۸ تنه ملي لوبغاړي له يو کال ځنډ وروسته هر يو ۱۳۲۰۰ افغانۍ د کلنۍ مرستې په توګه ترلاسه کوي.

د ایران حکومت د سپاه پاسداران ځواک د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۷مه) په هرمز تنګي کې خپل سمندري پوځي تمرين پیل کړ. د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې دغه تمرينات د «هرمز تنګي هوښیار کنټرول» تر نامه لاندې د سپاه سمندري ځواکونو د عمومي قومندان تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

واشنګټنپوسټ راپور ورکړی، چې تر سختې وینې تویېدنې او د لاریونوالو تر ځپل کېدو وروسته لا هم د ایرانیانو غوسه کمه شوې نه ده او هممهاله حکومت په کمزوري موقف کې له امریکا سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.

هند په روانه میلادي میاشت کې د متحده ایالاتو لهخوا درې تحریم شوې تېل وړونکې بېړۍ توقیف کړې دي، چې له ایران سره تړاو لري او په ورته وخت یې په خپلو سمندري سیمو کې څارنه هم په بېساري ډول زیاته کړې ده. دا ګام د تېلو د ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي په موخه اخیستل شوی دی.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د دوشنبې په ورځ وویل، د خېبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم د "ډبرو زمانه" کې ژوند کوي او د دغه ایالت حکومت د ټکنالوژۍ په عصر کې د پرمختګ لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی. هغې زیاته کړه، چې د خېبرپښتونخوا خلک له پرمختګ څخه بېبرخې پاتې دي.

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو پر ډېری مشرانو تور ولګاوه، چې هغوی «په جلا نړۍ کې ژوند کوي» او داسې انګیري، چې د افغانستان او نړۍ د ۲۱مې پېړۍ له خلکو سره خبرې نه کوي، بلکې د لومړۍ پېړۍ په څېر د «پیرانو» یوې ټولنې ته وعظ کوي.

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په باجوړ کې د نن شپې چاودنې ته په اشارې سره ویلي، چې د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت په پښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت ته د پښتنو د ژوند او مال ساتنه لومړیتوب نه لري.

د هلمند لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې یې هغو کسانو ته چې ږیرې خرېيي، د شرعي تغزیر ورکړې خبرداری ورکړی.

د جرمني د مالیې وزیر لارس کلینګبایل د دوشنبې په ورځ وویل، چې اروپایي ټولنه په یوه مهمه څنډه کې ولاړه ده او د دې اتحادیې هېوادونه باید د خپلو ملي ګټو تر شا پټ پاتې نهشي، بلکې باید د پرېکړو کولو او پرمختګ بهیر ګړندی کړي، ترڅو د اروپا نفوذ او واکمني لا پیاوړې شي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زامن وايي، زندان کې د خپل پلار د روغتيايي حالت د خرابېدو په اړه سخت اندېښمن دي او د هغه د ليدنې لپاره يې د پاکستان د وېزې غوښتنه کړې ده. هغوی له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې تر دوو کلونو زياتې جلاوالي وروسته دې ورته د پلار د ليدو اجازه ورکړي.