
په کندهار کې نوی محدودیت؛ هیڅوک نور د لادرکه شویو ځوانانو اعلانونه نهشي خپرولی
په کندهار کې ځایي طالب چارواکو په شفاهي ډول خبریالانو، رسنیو او د خواله رسنیو فعالانو ته ویلي، چې تر لسو کلونو د لوړ عمر لرونکو لادرکه شویو کسانو په اړه دې نور اعلانونه نه خپروي.



















