
په هرات کې د سمنټو د تولید یوې فابریکې خپلې چارې پیل کړې
د طالبانو د هرات ولایت رسنیو دفتر اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو ۱۴میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د طالبانو د هرات ولایت رسنیو دفتر اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو ۱۴میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د د څو اونیو احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. راپور کې ویل شوي چې دا عملیات کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیرو په پرتله ډیرې جدي شخړې رامینځته کړي.

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي، ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۰جګړې روانې دي او ټینګار یې کړی چې دغه شخړې باید د خبرو اترو او سیاسي حللارو له لارې پای ته ورسېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل په بېلابېلو حوزو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي. دوی په یوې جلا خبرپاڼه کې زیاتوي، چې د بلخ ولایت د حیرتان بندر په ښارګوټي کې یې دوه تنه د موبایل پلورنځي څخه د غلا په تور هم نیولي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، نن د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس په غونډه کې ټینګار وکړ چې نړیوال نظم باید د هېوادونو پر ملي ګټو لومړیتوب ونه لري. هغه وویل، واشنګټن غواړي له اروپا سره خپل اتحاد ته دوام ورکړي، خو تمه لري چې متحدان یې د خپل ځان د دفاع وړتیا هم ولري.

د ایران د نفت وزارت د سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ځمکني ټرانسپورټ مرستیال عبدالسلام حیدري سره لیدنه کړې. په کابل کې د ایران سفارت وایي، په ناسته کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټی ستونزو په حل خبرې اترې شوي دي.

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو عالي کمېسیوند غزني ولایت په سلطان محمود غزنوي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۷۳۰ جریبه ځمکه دولتي پېژندلې ده. دغه وزارت ادعا کړې چې له دې ځمکو څخه ۹۱۵ جریبه د غزني ښار په پنځمه ناحیه کې د اشخاصو په تصرف کې وه.

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل له سیمې سرچینې وایي چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د رادیولوژي ملي انستیتیوت هره ورځ شاوخوا ۵۵۰ تر ۶۰۰ ناروغانو ته د طبي معایناتو او تشخیص خدمتونه وړاندې کوي. دا معاینات هغه ازموینې دي چې د ایکسرې، الټراساونډ او نورو تصویري وسایلو له لارې د ناروغیو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي.

د اوکراین په سویلي ښار اوډیسا کې د روسیې د شپې ناوخته ډرون برید له امله د استوګنې یوې ودانۍ اور واخیست او یوه ښځه پکې ووژل شوه. د سیمې والي اولیګ کیپر ویلي، اور ژر مړ شو، خو یاده ښځه د برید قرباني شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) اعلان کړی چې د افغان سوداګرو او د روسیې فدراسیون د داغستان سوداګریز پلاوي ترمنځ د سوداګریزې ناستې په پایله کې د ترانسپورټ او خوراکي توکو په برخه کې د څه باندې ۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۷۰۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د طالبانو کابل امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي چې د ښار په ۱۵مه حوزه کې یې امنیتي ځواکونود عملیاتو پر مهال ۴ تنه وسله وال غله نیول شوي دي، چې په بېلابېلو سیمو کې یېله دوکانونو څخه د وسلې په ګواښ غلاوې کولې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د هېواد د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې دوه محمولې بېکیفیت سمنټ، چې ټول وزن یې ۴۸ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بیرته ستانه کړي دي.

د ایران سویلي خراسان ولایت افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی. له دغه ولایت په تېرو لسو میاشتو کې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي.

په کاپیسا ولایت کې د غره ښویېدو له امله یو استوګنیز کور نړېدلی چې له کبله یې څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې تایید کړه چې د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک سیمې د طالبانو د ۲۱۹ سرحدي لوا په یوې پوستې یې برید ترسره کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برید کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ځايي سرچینې وايي چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې ده.

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي چې په پکتیکا ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ نږدې ۹۰۰ اړمنو کسانو او کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.