
د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به په سویس کې ترسره شي
د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي چې په پکتیکا ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ نږدې ۹۰۰ اړمنو کسانو او کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو لهخوا چلول کېده او د نشهيي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ایران د بشري حقونو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي سره د پیوستون اعلان کړی او ویلي یې دي چې هغې ته له «نمایشي محکمې» وروسته د څه باندې ۱۷ کلونو بند سزا اورول شوې ده.

د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې سیالۍ لس ورځې مخکې د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوې وې او د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د خوست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، که تهران د واشنګټن له برید څخه ځان ژغورل غواړي، نو یوې نوې معاملې ته دې غاړه کېږدي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو بهیر او څرنګوالي په تړاو د پخواني ولسمشر جو بایډن تګلاره غندلې ده. ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د «شرم وړ» کار وو.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له اروپا سره په دفاعي برخو کې نږدې همکاري وکړي، څو په ناټو کې پر امریکا د اروپا تکیه راکمه شي.

د افغانستان د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وایي، چې د ازبکستان یو هوايي شرکت طالبانو ته د امریکا حکومت د نغدو پیسو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري. هغه ویلي، د سلواغې په ۲۰مه همدې شرکت ۴۹ میلیونه ډالره نور هم کابل ته لېږدولي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵،۵ میلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستو سیستم له سخت فشار سره مخ شوی دی.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت یا پنټاګون له ایران سره د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي. د راپور لهمخې، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې روانې دي، پنټاګون خپل پوځي چمتووالی پیاوړی کړی دی.

د امریکا کانګرس ویلي، چې د ټرمپ ادارې پنځو داسې هېوادونو ته چې په ځینو کې یې د نړۍ فاسد «رژیمونه» هم حاکم دي د ۳۰۰ اخراج شویو کډوالو د منلو لپاره ۳۲ میلیونه ډالره ورکړي دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمان وايي، چې په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د امریکا لپاره په هېڅ صورت کې د منلو وړ نهدي او واشنګټن غواړي، چې په دې برخه کې له پاکستان څخه د «پراکسي» په توګه استفاده وکړي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي، چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې تړانګې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا پر طالبانو د بندیزونو څار ډلې ماموریت غځېدل پر کابل واکمنې ډلې او هېواد لپاره «منفي څراغ» دی. هغه زیاته کړې، د دغه ماموریت تمدید په دې معنا دی چې نړۍ د افغانستان وضعیت ته اندېښمنه ده.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د اتحاد روغتیایي خدمتونو موسسې په نوم یوه مرستندویه بنسټ له پاکستان څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ. یاد دفتر زیاتوي، دغو مرستو کې لوبیا، وریجې، اوړه، دال، بوره او غوړي شامل دي.

د ایران د نفت وزارت د نړۍوالو او سوداګریزو چارو مرستیال په کابل کې د طالبانو د تېل او ګازو د دولتي شرکت له مشر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.