
طالبان: سږکال ۶۱ نوي روغتونونه ګټې اخیستنې ته سپارو
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې د جلالاباد ښار د شپږمې ناحیې د خالص فامیلیو سیمې اوسېدونکی اسرار احمد د وهلو ټکولو له امله ټپي شوی دی. له جلال اباد څخه یوه سرچینه وایي چې اسرار د قاري متین په نوم یوه طالب چارواکي له لوري په چړو وهل شوی دی.

د یو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ، په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مخ ته لاریون وکړ. عيني شاهدانو ویلي، چې د ښاریانو له راټولېدو وروسته طالبانو ډزې کړي دي.

کابل کې یو ځوان د افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي غږیز پیغام کې شکایت کړی چې له لوړو زده کړو سره سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کار فرصت نه لري او له اوږدې مودې راهیسې بېکاره پاتې دی. د هغه په وینا، ملا نه دی، ځکه بېکاره دی.

د طالبانو مخالفې مقاومت جبهې ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د طالبانو پر امنیتي پوستو د بریدونو په پایله کې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په هرات کې د ښځو د پراخو نیونو او د اعتراضونو د ځپلو له پېښو وروسته، یو شمېر دیني عالمانو د جمعې لمانځه په خطبو کې له طالبانو د دغو اقداماتو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

په کندهار کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره چارشنبه د هبت الله په مشرۍ په دغه ولایت کې د کابینې غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا هم ګډون درلود او پر ۱۱ موضوعاتو خبرې شوي دي. طالبانو تروسه ددې غونډې جزییات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د کډوالو د دایمې مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې راستنو شویو کډوالو ته په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۵۸۷۳ د استوګنې نمرې وېشلي دي.

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې «رواني لوبه» بللې چې ویلي یې وو له ایران سره د هوکړې احتمال زیات شوی او د ایران حکومت د هوکړې لپاره «تسلیم شوی» دی.

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دغه ولایت ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې خپل ځیرک موبایلونه که مات وي او که روغ خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري. سرچینو ویلي، یوازې تېره ورځ د خوست د کرنې ریاست څخه ۹۰ موبایلونه راټول شوي دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبادالله فاروقي ویلي، چې د اسلامکلا په بندر کې یې د څه باندې ۴۰۹ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده. نوموړي ویلي، یادې پیسې په غېرقانوني ډول له افغانستان څخه بهر انتقال کېدل.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې پاکستان له جدي امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او که روان وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو هېواد به د لا زیاتې بېثباتۍ پر لور ولاړ شي.

د افغانستان انټرنشنل تر راپورونو وروسته، د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون په امر د دغه ډلې د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي له لوري د هلمند امنیه قومندانۍ ته څېرمه د شنې سیمې د غصب مخه نیولې ده. په ویډیوګانو کې ښکاري چې پر غصب شوې ځمکه جوړ شوي دېوالونه بېرته نړول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د هغه افغان ماشومانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی، چې خپل راتلونکی د کورنۍ لپاره د یوې ګوله ډوډۍ په پيدا کولو قرباني کوي. په سویلي حوزه کې د ماشومانو وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی او ګڼ ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

په هلمند کې د طالبانو د کرنې ریاست وایي، چې پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه د خرما بڼونه جوړ شوي او د دغه بڼونو ډېری ونې اوس د حاصل ورکولو پړاو ته رسېدلې دي. یوشمېر بزګران وایي، د هلمند ګرم اقلیم او مناسبه هوا د خرماوو د ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

د پېښور سترې محکمې د یوه افغان د زېږون اسنادو او پاکستاني رسمي اسنادو پربنسټ اړوندو ادارو ته امر کړی، چې نوموړي ته پاکستانی تابعیت ورکړي او د هغه افغان تابعیت او د کډوالۍ (پي او ار) کارت لغوه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې په هرات کې د ښځو د نیولو پرضد د پلان شويو لاریونونو په ترسره کېدو باید ټول له زغم او احتیاط کار واخلي.

ځایي سرچینو د جمعې په سهار افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې په هرات کې د درنو وسلو سره طالب ځواکونه په پراخه کچه ځای پرځای شوي دي. د افغانستان انټرنشنل لهخوا ترلاسه شوي انځورونه په ټول ښار کې د طالبانو پوځي موټرونه ښیي، چې په درنو وسلو سمبال دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي دي. ځایي چارواکي وایي، دواړه بریدونه د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) شوي دي.

د رویټرز خبرياژانس د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري، چې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله مرکزي افریقا ته انتقال کړي. په راپور کې راغلي، چې د امریکا او مرکزي افریقا ترمنځ په دې اړه یوه نوې هوکړه هم شوې ده.

سرچینو د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د طالبانو له پراخ حضور خبر ورکړی. د ترلاسه شویو راپورونو له مخې؛ د طالبانو دغه اقدام د هر ډول احتمالي لاریونونو او راټولېدنو د مخنیوي په موخه شوی دی.