
د ټرمپ څرګندونو ته د زېلېنسکي غبرګون؛ اوکراین د سولې پر وړاندې خنډ نه دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.

د ایران د اعتراضونو او د معترضانو د وژنو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د پنجشنبې په ماښام (د مرغومي ۲۵مه) پیل شوه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د دوی ریاست له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو او د پوښښ ساحې د پراختیا په تړاو ناسته کړې ده. پنجشنبه د (مرغومې ۲۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د خبریالانو پر ظرفیت لوړونې هم دغه ناسته کې خبرې شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرکمبایف په ایران کې د وروستیو پېښو او د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ایاېسپيار) خبر ورکړی، چې یو شمېر امریکایي پوځیان دې هېواد ته ورغلي او د جنورۍ له ۸مې راهیسې یې د دوی له پوځ سره په ګډه د «ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په نوم تمرینات پیل کړي. د راپور لهمخې، دا د امریکایي او پاکستاني پوځيانو د ګډې روزنیز لړۍ ۱۳مه دوره ده.

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ایران له کونسل عليرضا مرحمتي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او ټرانزیت په برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله به سبا د نولس کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې د سوېلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له تخنیکي ټیم سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم له جدي ناورین سره مخ دی. هغه وایي، نړۍوال باید له دوی سره د دغه بشري ناورین په مهار کې مرسته وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په نیمروز، کندهار، ننګرهار، بادغیس او بلخ ولایتونو کې یې پر ۳۱۰۰ زلزلهځپلو، کډوالو او اړمنو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې وینسار متار سره د پنجشنبې په ورخ د (مرغومې ۲۵مه) ناسته کړې. دواړو لوریو له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغانانو پر بشري وضعیت سره خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل له پوليتخینک پوهنتون څخه د زدهکړیالانو د فراغت مراسمو کې ویلي، چې یادې ډلې ټولې سیاسي، ژبنۍ، قومي او سیمهييزې دوښمنۍ پای ته رسولي او اوس د خدمت کولو وخت دی.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د خپلې ډلې مشر ملا هبتالله په امر د کابل دارلامان اړوند یوه غرنۍ سیمه یې د قرانکریمونو د زړو نسخو، مقدسو پاڼو او دیني کتابونو د خوندي کولو لپاره ځانګړی کړی. خبرپاڼه وایي، تر اوسه د دغه ځای ۳۰سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان خبریالانو پرلهپسې نیونې غندي او دا کړنې د بیان ازادۍ، د خبریالۍ د اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونې بولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پنجشنبه د (مرغومې ۲۵مه) خبر ورکړی، چې مشرتابه یې په کابل کې له یو شمېر هندي پانګهوال سره ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د پانګونې پر فرصتونو په ځانګړي ډول د روغتیا او درملو په سکټور کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

طالبانو ویلي چې په مزار شریف ښار کې د یوه منار د جوړیدو چارې پیل شوې دي. د مزار شریف ښاروالۍ سکټور رییس محمد جاوید مایار ویلي، دغه منار د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د هغه په وینا دغه منار ٣٥ متره لوړوالي لري.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشهيي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ۳۰ تنه نیولي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معیین ویلي چې د طالبانو د حکومت د رامنځته کېدو اصلي هدف په هېواد کې د ګډوډیو له منځه وړل وو. هغه ټینګار کړی چې «هېڅ امکان نشته داسې یو نظام، چې بنسټ یې د وحدت او پیوستون لپاره اېښودل شوی، د اختلافاتو او د قدرت پر سر د کشمکش ښکار شي».

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي، چې د خیبر پښتونخوا په دوو ولسوالیو کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال یې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) لږ تر لږه ۱۳غړي وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلې چې ټاکل شوې ددغه سازمان مرستیاله رزماري دیکارلو د روانې میلادي میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه سفر موخه د دوحې بهیر تعقیبول دي، خو د سفر نور جزئیات به په وړ وخت کې په رسمي ډول اعلان شي.

د روسیې ولسمشر د طالبانو د سفیر د باورلیک منلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد یې لېواله دی افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک هېواد وي. پوتین زیاته کړې چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره د روسیې او افغانستان ترمنځ همکاري په څرګنده توګه چټکه شوې ده.