
اورشلیم پوسټ: ایران د احمد الشرع د ترور پلان لري
د اورشلم پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ د څو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران د «نورو دوښمنو عناصرو» په همکارۍ د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د ترور پلان لري.

د اورشلم پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د اسراییلي پوځ د څو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران د «نورو دوښمنو عناصرو» په همکارۍ د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د ترور پلان لري.

د بنګلهدېش موقت حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ (IPL) د نوي فصل د سیالیو خپرول یې منع کړي. دا پرېکړه د بنګلهدېش او هند ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په لړ کې یوه نوې شخړه بلل کېږي، چې اوس یې تر ورزش او کرېکټ پورې اغېز رسېدلی دی.

د اسراییل «کان» شبکې د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لارې ایران ته یو پیغام رسولی، چې اسراییل اوس مهال د برید کولو اراده نهلري او د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هم علاقه نهلري.

په هېواد کې د وچکالۍ د اوږدې څپې په ترڅ کې، د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا اداره وايي چې په بغلان کې یې په ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۸ شبکې جوړې او ۲۱ نورې ترمیم کړې دي. یادې ادارې ویلي، د دغو شبکو په جوړېدو سره شاوخوا ۲۱ زره کسانو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه پیغام کې پر ونزوېلا د امریکا له برید وروسته دغه هېواد کې د بېثباتۍ د زیاتېدو او پر سیمې یې د احتمالي اغېز په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ګوترېش په ډاګه کړې، چې پر ونزوېلا د امریکا د برید پر مهال نړۍوالو قوانینو ته درناوی نهدی شوی.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې پانګهوالو او سوداګرو ته یې د ۷۲ زره او ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکې د اجارې ورکولو لړۍ پیل کړې ده. دغه وزارت وایي، دا اقدام د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده لهخوا د ځمکې د اجارې قانون تر تصویب وروسته ترسره شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د یوې بېپیلوټه الوتکې د غورځېدو د پېښې د تایید یا رد څخه ډډه کړې. داسې ګومان کېږي، چې دغه الوتکه د امریکا د هوايي ځواک پورې اړه لري.

د مقاومت جبهې طالبان د ظفر په نوم د دوی د یوه وسلهوال جسد ته پر سپکاوي تورن کړي او د طالبانو دغه چاره یې غندلې او همداراز یې له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو دغه چاره جنګي جنایت وګڼي او ویې غندي. دې جبهې د ظفر د وژنې او همداراز له جسد سره یې د شوي چلند په تړاو توضېحات نهدي ورکړي.

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند نصیر احمد مهاجر وايي، چې په موسیکلا ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو یوه کارخونه تر کشف وروسته لهمنځه وړې ده. د نوموړي په خبره، په دې تړاو ۲۰ کسان نیول شوي او ډېر ژر به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د روانو ولسي لاریونونو په تړاو له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې ایران ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

د اوکراین د خارکېفښاروال ویلي، روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین پر دویم ستر ښار خارکېف پنځه توغندیز بریدونه کړي، چې د ښار د انرژۍ تاسیساتو ته یې "ډیر جدي زیان" رسولی دی. ښاروال ایهور تیریخوف زیاته کړې چې «روسیه هڅه کوي موږ د ویرې او تیارو له لارې مات کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هېواد په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه سبا په تورخم کې د سوداګریزو لارو د پرانېستلو په تړاو غونډه کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ګډه کمیټه کې د افغانستان ۷ او د پاکستان شپږ غړي شامل دي.

د طالبانو ستره محمکه وایي چې په پروان ولایت کې یې د نشه یي توکو د خرڅلاو او کارولو په تور ۱۲ کسان او په کونړ ولایت کې یې دوه تنه د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د وینزوېلا له واکه لرې کړای شوی ولسمشر نیکولاس مادورو د نشه يي توکو اړوند تورونو په تړاو په یوه چورلکه کې د نیویارک فدرالي محکمې ته لېږدول شوی. په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې مادورو د امریکايي سرتېرو تر څار لاندې له الوتکې کوزیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په تېرو څلورو کلونو کې له هغو ۱۱ زره وسله والو د زده کړو د تثبیت ازموینه اخیستې، چې د جګړې پرمهال له عصري زده کړو پاتې شوي وو. یاد وزارت زیاتوي، چې دا جنګیالي به له ازموینې وروسته له اووم څخه تر ۱۲ ټولګیو کې شامل شي.

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي چې وسله والو د خیبر ولسوالۍ د تیرا میدان په کالانه سیمه کې د عوامي نشنل ګوند سیمه ییز مشر عبدالرازق اپریدي مېلمستون په بمونو الوځولی دی.

د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ د سمتي سیمې اوسېدونکو د سروزرو د کان د استخراج پر سر په شخړو کې د طالبانو اړوند شرکتونو وسایلو ته اور اچولی دی. په نښتو کې درې لاریونوال او یو د طالبانو غړی وژل شوي دي.

د طالبانو اړوند سرچینې وايي، ټاکل شوې د روانې اونۍ تر پایه به د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکټور له لوري ۵۰ میلیون ډالره پانګونه وشي. د سرچینو په وینا، یو شمېر افغان سوداګر د یوه سهامي شرکت په جوړیدو سره غواړي د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار په «رییس ګوټ» سیمه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له ایران او پاکستان څخه ۴۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ هیواد ستنې شوې دي. د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر دوه زره ۲۲۹ تنو ته رسیږي.