
د پاکستان په کراچۍ کې تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیول شوي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار په «رییس ګوټ» سیمه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیولي دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار په «رییس ګوټ» سیمه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال تر څلورو ټنو زیات چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له ایران او پاکستان څخه ۴۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ هیواد ستنې شوې دي. د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر دوه زره ۲۲۹ تنو ته رسیږي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قوانینو د پلي کولو اداره وايي، د عبدالله حاجي زاده په نامه یو افغان، چې د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ یې د ترهګریز برید د ترسره کولو پلان درلود، په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. نوموړی به له بند تېرولو وروسته افغانستان ته شړل کیږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د همکارۍ د پیاوړتیا په صورت کې به هر کال افغان کارګرو ته تر ۲۰۰۰ کاري ویزې ورکړي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له ستونزو او ننګونو سره سره په تېر ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالر وه. د طالبانو د شمیرو له مخې، صادرات یو ۱میلیارد او ۸۰۷میلیونه ډالرو ته رسېدلي او واردات ۱۲میلیارد او ۱۲۵میلیونه ډالر وو.

پاکستاني سوداګرو ویلي دي چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ د لارو اوږدمهاله بندښت دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیټ سوداګري سختې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې ستر مالي زیانونه رامنځته شوي او بېروزګاري زیاته شوې ده.

د طالبانو مشر ملا هبــتالله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې پر طالب چارواکو د خلکو «علني نیوکې او تورونه» منع اعلان کړي دي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه فرمان سرغړوونکي او « بې اساسه نیوکې کوونکي» به له سزا سره مخ شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د یو شمېر ترکي شرکتونو مسوولانو د یاد وزارت له وزیر عبداللطیف منصور سره په کتنه کې له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د کابل په دروازو کې یې د تالاشي پرمهال ۱۳۱۰ بېاسناده او د تورو ښیښو لرونکي موټرونه درولي دي. د دغه وزارت په وینا؛ له دې ډلې ۱۲۷ درول شوي موټرونه د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو به نن د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۵مه) وروسته له هغې چې د امریکايي ځواکونو لهخوا نیول شوی، د نیویارک د منهتن په فدرالي محکمه کې حاضر شي.

په هرات کې د روزنک تمځای لپاره د طالبانو مسوول وایي، د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو واردات د پام وړ زیات شوي او یوازې تېره میاشت شاوخوا ۴۳زره ټنه سمنټ هېواد ته داخل شوي دي. تر دې وړاندې سمنټ تر ډېره له پاکستان نه واردېدل.

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په بلخ او کابل کې یې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

سیمهییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ سیمې درې اوسېدونکي د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو پورې تړلي شرکت سره په نښته کې وژل شوي دي. د سرچینو په وینا؛ په نښته کې د طالبانو پورې تړلي د سرو زرو شرکت یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی په بېلابېلو عملیاتو کې په بامیان، کندوز، پروان، سمنګان، پکتیا، تخار، بلخ، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو کې د نشهیي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۳۵ کسان نیول شوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۱۷۰زره او ۶۲۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه انتقالاتو کې تېل او نور سوداګریز توکي هم شامل دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۵مه) د طالبانو پورې تړلو شرکتونو سره د سرو زرو د کانونو د استخراج پر سر نښته کې ښکېل شوي. د سرچینو په وینا؛ په دغه نښته کې مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په سرپل ولایت کې د سیداباد ولسوالۍ د چهلګزي ذکې سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او تطبیق شو، چې د شاوخوا ۱۰زره او ۵۸۰ کسانو د استوګنې اړتیاوې پوره کوي.

پاکستان او چين د دوشنبې په ورځ په يوې ګډه اعلاميه کې د افغانستان د خاورې دننه د وسلهوالو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره «ښکاره او د تصديق وړ اقداماتو» غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې بايد د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد د «ترهګریزو» فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۳۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۲۶۴وګړي ټپیان شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، چې په فراه او هرات ولایتونو کې وروستیو سېلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او زېربناوې زیانمنې کړې او په ځینو ولسوالیو کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي.

د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د ناورخېل موړ ته څېرمه د سېمنټو د یوې خصوصي فابریکې پر بس چاودنه شوې ده. ځايي پولیس وایي، یو کس په دغه پېښه کې وژل شوی او د دوو ښځو په ګډون ۹کسان ټپیان دي.