
یونېسف یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان نجونو دې د زدهکړو بندیزونه لرې کړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زدهکړو زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زدهکړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زدهکړو زمینه برابره شي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خپلې مرستې پراخوي. تر دې دمه له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې په مرستو بار څلور الوتکې افغانستان ته رسېدلې، چې تر ۲۶۰ ټنو ډېر مهم توکي پهکې بار و.

یو ۱۳کلن افغان هلک چې غوښتل یې له کابل نه ایران ته ولاړ شي؛ د کام اېر الوتکې د ټایر ټولېدو په ځای کې پټ شوی و او تر ۹۴ دقیقو الوتنې وروسته بیا هم ژوندی هند ته رسېدلی و. دغه هلک غوښتل، چې ایران ته ولاړ شي؛ خو په ناپامۍ د ایران پر ځای د هند الوتکې ته ختلی دی.

په هغو ولایتونو کې چې طالبانو پهکې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي، ځینې انلاین کاروباریان او اوسېدونکي یې وایي چې دغې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي او د نورو مخابراتي شرکتونو انټرنېټ سوکه کار کوي.

پر غزې د اسراییلي پوځ په وروستیو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۷ نور فلسطینیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ اسراییلي پوځ د غزې په لوېدیځ کې د بېځایه شویو فلسطینیانو یو پنډغالی په نښه کړی دی.

لسګونه لوېدیځو هېوادونو په یوه استول شوي لیک کې له اسراييل غوښتي، چې د روغتیایي مرستو لپاره دې د غزې او لوېدیځې غاړې ترمنځ لاره پرانیزي. دغه لیک د اتریش، بلجیم، فرانسې، جرمني، اېټالیا، پولنډ او د اروپايي ټولنې د مشرانو لهخوا لاسلیک شوی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې یو کوډګر نیولی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر له څو کالو راهیسې «غیر شرعي دمونه» کول او د دغه کار په بدل کې یې له خلکو پيسې اخیستې.

په ایران کې د پستې حاصلاتو د راټولولو له موسم سره هممهاله یو ځل بیا د هغو کارګرو د نه ګومارنې په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.

د بېل ګېټس خیریه بنسټ خبر ورکړی، چې له نري رنځ، ملاریا او اېډز سره د مبارزې لپاره نړۍوال صندوق ته ۹۱۲ مېلیونه ډالر ورکوي. بېل ګېټس له حکومتونو غوښتي، چې د روغتیایي برخې بودجه دې نه کموي؛ که دغه بودجه لږ شي، نو د ماشومانو مړینه ورسره ډېرېږي.

د ایران او اروپايي هېوادونو وروستۍ هڅې دا دي، چې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د اقتصادي بندیزونو مخه ونیول شي؛ خو د دغه هېواد او لوېديځ ډيپلوماټان وايي، چې په دې برخه کې د بریا چانس خورا لږ دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال له روسي پانګهوالو سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسي پانګهوالو د افغانستان د کانونو او په تېره بیا د سربو او انتیموني په برخه کې ډېره لېوالتیا ښودلې ده.

تازه یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» په تازه بریدونو کې تر ۷۰ سلنه پورې افغانان ښکېل دي. پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ځینو چارواکو ویلي، چې دغه شمېر د تېر پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پاکستان د سند ایالت په حیدراباد ښار کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې ده، چې له دې سره په دغه ایالت کې د ګوزڼ پېښې ۷ او په ټول پاکستان کې بیا ۲۷ ته لوړې شوې. د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ ویلي، چې د ګوزڼ ډېرې پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.

د بلجیم پولیسو یو ۴۷ کلن افغان د خپلې پخوانۍ مېرمنې او دوو نورو کسانو د وژلو په تور نیولی دی. د پولیسو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ؛ یاد کس د بلجیم په لوېدیځ ښار روسلار کې نیول شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دغه وزارت ته په رسېدو سره یې له لوړو زده کړو نجونې منع کړې، وايي چې پوهه د انسانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی او په وینا یې، «هر کله چې علم له منځه لاړ شي، دنیا هم ورسره لمنځه ځي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، چې هېواد به یې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اف-۳۵ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي.

د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د بګرام اډې د تصرف په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د افغانستان د اوسني حالت په دوام کې ټول تاوان کوي، نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولی شي سیاسي تعادل وساتي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس په دغه هېواد کې پر ولسواک او قانونمند دولت له ټينګار سربېره په ډاګه کړه، چې د جګړې له پای ته رسېدو يو کال وروسته به ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن دوشنبه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د غزې د خلکو پر وړاندې د ټولیزې سزا هر ډول اقدام غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په تیراه کې د شویو بمباریو له امله د شاوخوا شلو ولسي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: «په تیراه کې چې څه پېښ شوي، ښکاره دولتي ترهګري او د ظلم انتها ده.»

د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د ملګرو ملتونو په مقر نیویارک کې د دوو هېوادونو د جوړېدو په تړاو غونډه کې وویل، چې هېواد به یې د غزې له اوربند وروسته د دې محاصره شوې سیمې د بیا رغونې لپاره د یوې نړۍوالې غونډې کوربه وي.