
طالبان وايي په هرات کې یې درې ماشومان له کورني بند او وهلو ډبولو وژغورل
طالبان وايي، په هرات کې ددې ډلې د امر بالمعروف محتسبانو درې یتیم ماشومان چې د خپلې میرې له خوا شکنجه او په کورني بند کې ساتل کېدل، ژغورلي دي.

طالبان وايي، په هرات کې ددې ډلې د امر بالمعروف محتسبانو درې یتیم ماشومان چې د خپلې میرې له خوا شکنجه او په کورني بند کې ساتل کېدل، ژغورلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په یوه اېکس پوسټ کې د حزب اسلامي مشر حکمتیار «د کابل قصاب» یاد کړی او وايي، نوموړی اوس هڅه کوي ځان د سیاسي او اخلاقي مرجع په توګه معرفي کړي. خلیلزاد دغه پوسټ د حزب اسلامي اړوندو اکاونټونو د یوې لیکنې په غبرګون کې کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناپېژانده وسله والو تېره ورځ د کندهار د دویمې امنیتي حوزې اړوند مدد څلور لارې سره د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند، داود شاه، په ډزو وژلی دی. داودشاه څو ورځې وړاندې له کاناډا څخه کندهار ته تللی و.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي، روسیې او بلاروس په ګډو پوځي تمرینونو کې د روسيې د تاکتیکي اتومي وسلو د کارونې سناریو تمرین کړې ده. روسیې او بلاروس پنځه ورځني پوځي تمرینونه، چې «زاپاد» نومېږي، پای ته رسولي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو سفیر ته ژمنه ور کړې، چې د شانګهای راتلونکې غونډې ته به طالبان وبلل شي. کابلوف ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب ورکولو په تړاو اکثریت رایې ورکړل شوې دي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې تخنیکي پلاوي بلخ ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې یاد پلاوي ویلي چې د بلخ-تهران او هرات-مشهد د رېل پټلۍ د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د دې ډلې د لهمنځه وړو په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې که افغان طالبان دا کار ونه کړي، نو دا به «دښمني» وګڼل شي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د طالبانو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې په تاریخ کې بې سارې دي او دا ډول سپکاوی یوازې د طالبانو ډلې پورې اړوند دی. هغه وايي، باید مبارزه وکړو، چې «طالبستان» بېرته په افغانستان واړول شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبراو انټرنېټ د قطع کولو په تړاو د طالبانو د مشر تصمیم نهايي دی او له کابل نه د ورغلي پلاوي خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې. د طالبانو مشر ویلي، چې دولتي ادارو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ ورکولو لپاره دې نوې کمپنۍ ایجاد شي.

په کندوز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د مشر د حکم له مخې په کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د نوري فایبر پر خدماتو «مطلق» بندیز ولګول شو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو محرومول د اوسني وخت یوه لویه بې عدالتي ده. یاد سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ میلیونو ډیري نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر افغانستان ته د خپل سفر په درېیمه ورځ هرات ته تللی او هلته یې د ایران او افغانستان له سوداګرو سره کتلي دي. په دې کتنه کې سید محمد اتابک ویلي: «د اقتصادي همکارۍ هدف د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر ددې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال ملا برادر ته له دې امله غوسه دی، چې دده له اجازې او باوري کسانو پرته یې له امریکايي پلاوي سره لیدلي دي. هبت الله ویلي چې له بهرنیانو سره ناستو کې باید دده خپل استازي موجود وي.

د طالبانو اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې په پلازمینه کابل کې د اورانوس ودونو تالار او پارکېنګ فسخه شي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړي شي. د خلیج او ممتاز محل ودونو تالارونو په اړه ویل شوي، چې د موجوده قراردادونو تر پایه د کابل ښاروالۍ له اصولو سره سم فعالیت وکړي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، بابک شهبازي چې د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی و؛ د چهارشنبې په سهار (د وږي په ۲۶مه) اعدام شو. د راپورونو له مخې؛ د ایران قضايي بنسټونو په وروستیو کې شهبازي خپلې کورنۍ سره له لیدنې هم محروم کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره یې د کتنې پرمهال ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د انټرنېټ بندېدو وروستي اقدام زرګونه زدهکوونکې په انلاین ټولګیو کې له ګډون نه محرومه کړې. یوې زدهکوونکې افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې ویلي، چې طالبانو د انټرنېټ په بندېدو سره د نجونو پر مخ د انلاین ښوونځیو دروازې هم وتړلې.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان وایي، چې د وایفای انټرنېټي خدماتو بندېدل به د رسنیو کاري چاپېریال ته جدي ستونزې جوړې او ښایي ګڼ شمېر خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ کړي.

د نورستان لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ځايي مسوولینو ویلي، چې د دواب ولسوالۍ له ماوې کان څخه ترلاسه شوې ۹زره کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلې دي.

جاپاني رسنیو ویلي، چې جاپان له امریکا سره د نږدې اړیکو له کبله د اوس لپاره د فلسطین دولت په رسیمت نه پېژني. راپورونه کاږي، چې توکیو او واشنګټن له یو بل سره ښې اړیکې لري او جاپان نه غواړي چې دغه اړیکې دې د فسلطین په سر خړې شي.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو پر دوام، نن چهارشنبه د یوې ښځې او ماشوم په ګډون د ۱۲ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د راپورونو پربنسټ؛ بریدونه د استوګنې پر کورونو شوي، چې له کبله یې د مرګ ژوبلې سربېره پراخې ویجاړۍ هم رامنځته شوې دي.