
پنځه اروپایي هېوادونه د اسراییل له لوري د نویو ښارګوټو د جوړولو او پراخولو اقدام غندي
د برېتانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې او جرمني حکومتونو د اسراییل هغه پرېکړه په کلکه وغندله، چې لهمخې به یې د لوېدیځې غاړې په سیمه کې ۱۹ نوي ښارګوټي جوړ شي.

د برېتانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې او جرمني حکومتونو د اسراییل هغه پرېکړه په کلکه وغندله، چې لهمخې به یې د لوېدیځې غاړې په سیمه کې ۱۹ نوي ښارګوټي جوړ شي.

د بلخ ولایت د طالبانو د شهیدانو او معلولینو اداره وایي، چې د اسلامي رفاه موسسې په همکارۍ یې ۴ میلیونه او ۳۰ زره افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر ۱۰۰ مستحقو کورنیو وېشلي، چې هرې کورنۍ ته ۴۰ زره او ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د روسیې یوې دولتي نظر پوښتنې د پایلو له مخې، ډېری روسان تمه لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د شکنجې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې الیس جیل اېډوارډز خبرداری ورکړی چې د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ساتنې شرایط له بشري کرامت سره په ټکر کې دي. نوموړې ویلي، چې د خان مېرمن له حشراتو ډکه کوټه کې ساتل کېږي.

د عراق د سترې قضايي شورا مشر فایق زیدان ویلي چې په ایران پورې اړوندو څلورو وسلهوالو ډلو د عراق دولت ته د خپلو وسلو سپارلو سره موافقه کړې ده. دغه څلور ډلې به د عراق په راتلونکي پارلمان کې استازي ولري.

د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې د ۳۰ ادارو ۱۲ زره متقاعدین د تقاعد وړ بلل شوي. د طالبانو د مالي وزارت ویاند ویلي، چې د یادو کسانو اسناد ارزول شوي او د ځینو ادارو متقاعدینو خپل حقوق ترلاسه کړي هم دي.

ایراني چارواکي وايي، چې د هېواد په کچه یې د لومړي ځل لپاره د بهرنیو اتباعو د بایومتریک سیسټم په دوغارون کې فعال کړی. د بایومتریک ازموینو په ترڅ کې د افغانانو د ګوتو نښې، د سترګو عنبیه او د څېرې معلومات ثبتېږي، چې له ایستلو وروسته یې بېرته ایران ته د داخلېدو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي)وایي، چې په جوزجان ولایت کې یې د خپلو همکارو بنسټونو په همکارۍ د ژمي د سړې هوا تر رارسېدو وړاندې شاوخوا ۱۴زره کسانو ته خوراکي مرستې وېشلې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري او په بې عزتۍ ایستل د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرکه او نفرتونه لا ډېروي. نوموړي پر پاکستاني پوځ غږ وکړ چې د دغو اقداماتو پایلې وارزوي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش اداره وایي، چې په کابل کې د شپږو ولایتونو په ګډون د «ګیروګرومن» غېږ نیونې سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې.

د طالبانو ویاند ذبیـــحالله مجــاهد وایي، چې په پاکستان کې د یادې شوې وسله والې ډلې یو ترکی غړی د دوی د استخباراتو په همکارۍ نیول شوی دی.

اروپايي کمېسیون د اروپايي اتحادیې پر یو شمېر غړو د امریکا د ویزو د بندیزونو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او وايي، اروپايي اتحادیې له امریکايي چارواکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده. د ټرمپ ادارې پر ۵اروپايي وګړو ویزې بندې کړې، چې د فرانسې پخوانی اروپايي کمېشنر تیری برېټن هم پکې شامل دی.

د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې پر هزاره وو فشارونه زیات کړي او شیعه مذهبو ته د سُني مذهبو په ګډه هدیره کې د مړو خښولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ازادي جبهې ادعا کړې، چې په کابل ښار کې یې د طالبانو پر یوه رېنجر موټر د دې ډلې د ځواکونو د برید په پایله کې درې طالبان وژلي او یو بل طالب وسله وال یې ټپي کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان په انقره کې د فلسطین د وسله والې دلې د سیاسي دفتر له چارواکو سره کتلي او د غزې د اوربند تړون د دوهم پړاو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې د روان کال له پیله تر اوسه د دایکندي ولایت اوسېدونکو د پوهنې له سکتور سره په دغه ولایت کې له ۲۶میلیونه او ۹۱زره افغانیو زیاتې مالي مرستې کړې دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۷۵ ټنه پروفیل(سي چینل) چې د یادې ادارې له معیارونو سره یې سمون نه درلود، بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې د سوداګریزو او ترانسپورټي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي نوراحمد اسلام جار سره د لېدنې پرمهال د فني او عملیاتي همکاریو پراختیا، لا زیاتې همغږۍ او د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څخه د «ښې استفادې» په تړاو خبرې کړې دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوو اونیو له تېرېدو سره سره، تر اوسه د دارالامان د افشار هېڅ یو معترض نه دی خوشې شوی. د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر د سید سکندر پروېزي په نامه هغه قومي مشر هم نیولی چې د معترضانو د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کولې.

«هیرالډ دکن» هندي ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا نړول شوې اریانا سینما په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړه شوې وه او د کابل یو له خورا مشهورو کلتوري ځایونو څخه ګڼل کېده. ددې سینما یوه معمار ویلي، « داسې انګیرم چې د طالبانو بیلدوزرونو زما زړه ویجاړ کړی وي».